سرچينه: هند او اسراییلو په ګډه په پاکستان د برید پلان درلود. – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
خبرونه سيمه او نړۍ

سرچينه: هند او اسراییلو په ګډه په پاکستان د برید پلان درلود.

یوې حکومتي سرچینې ایکسپریس نیوز ته ويلي، چې هند او اسراییلو پلان درلود تر څو په ګډه په پاکستان برید وکړي.

دغه سرچینه، چې نوم یې نه دی ښول شوی، ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د هند د توغندیو هدف بهاولپور او د کراچۍ ښارونه وو.

دغه سرچينې زیاته کړي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارو د مالوماتو پر بنسټ دغه برید ناکام شو او دوی په دې هکله له خپلو ملګرو هېوادونو سره په تماس کې دي.

د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې هغه وخت کړکیچنې شوې، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په هندي پوځیان د جېش محمد ډلې لخوا په برید کې څلوېښت هندي پوځیان ووژل شول.

وروسته د هندي الوتکو لخوا په پاکستان بالاکوټ کې د یادې ډلې یو مرکز په نښه شو، چې په غچ کې یې پاکستان دوه هندي الوتکې راغورځولې او یو پیلوټ یې ژوندی ونیو، چې د “ښه نیت” له مخې یې بیرته ورخوشی کړ.

که څه هم اوس د ځینو هېوادونو په غوښتنه د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم شوی دی؛ خو د هند لومړی وزیر ویلي، غواړي، چې یوځل بیا پر پاکستان برید وکړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *