کال وروسته هم د چرګو د غله ضمانت نه دی منل شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

کال وروسته هم د چرګو د غله ضمانت نه دی منل شوی – افغان وطن

د پاکستان سترې محکمې د هغه غله ضمانت رد کړی دی، چې د چرګو د پټولو په تور یو کال وړاندې د دغه هیواد د پوليسو لخوا نیول شوی وو.

دغه محکمې د ضمانت له رد کولو وروسته یوې بلې محکمې ته حکم کړی دی، تر څو په درې میاشتو کې دننه د زاهد حسین د قضیې په اړه پرېکړه وکړي.

د تورن زاهد حسین وکیل رسنیو ته ویلي، چې ضمانت ترلاسه کول د هغه قانوني حق دی؛ خو د محکمې لخوا ورته نه ورکول کېږي.

زاهد حسین تیر کال په اپریل کې د اسلام اباد دپولیسو له لوري په دې تور ونیول شو، چې د ګاونډیانو څخه یې چرګې او کوترې غلا کړې دي.

په نوموړي باندې تور دی، چې هغه د خپلو ګاونډيانو څخه پنځلس چرګې پټې کړې دي.

د ضمانت منلو پر مهال د دغه هیواد د اطلاعاتو وزیر او د حکومت مخالف سیاستوال شهباز شریف ویلي وو: د چرګې غلا کوونکی په زندان کې دی؛ خو حکومتي خزانې څخه په میلیونونه پېسې غلا کونکی په ضمانت له زندانه بهر دی.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *