هند د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا کړي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
خبرونه سيمه او نړۍ

هند د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا کړي – افغان وطن

هندي رسنۍ وايي، چي د دغه هیواد هوايي ځواک د پاکستان د فوځ یوه الوتکه ويشتلې او غورځولې ده، چې ګمان کیږي بې پيلوټه به وي.

اې ان ای خبري آژانس د هندي چارواکو له خولې ليکلي دي، چې یادې الوتکې د راجستان ایالت فضايي حریم باندې څار کاوه، چې د هندي الوتکې له خوا وویشتل شوه.

ځایي رسنیو د الوتکې د ویشتلو په اړه متضاد راپورونه خپاره کړي دي، چې ځينې یې د هوايي توغندي په واسطه ویشتل بللي او ځينې یې بیا وایي، چې د هندي الوتکو له لورې ویشتل شوې ده.

د پاکستاني الوتکې د غورځیدو د دقیق ځای په اړه کره راپورونه نشته او نه هم د پیښې په هکله هندي چارواکو رسما څه ویلي.

دا راپورونه داسې مهال خپریږي، چې تيره اونۍ په کمشیر کې د پاکستان پوځ د هندي پوځ یوه جنګي الوتکه وويشتله او پيلوټ یې ژوندی ونیو، چې وروسته یې د “ښه نیت” له امله بیرته خوشی کړ.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *