نيويارك ټايمز: هند يوازې د لسو ورځو د جګړې وس لري – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

نيويارك ټايمز: هند يوازې د لسو ورځو د جګړې وس لري – افغان وطن

د امریکا مشهورې ورځپانې نيويارك ټايمز ليکلي دي، چې نوي ډیلی يوازې دومره وسلې لري، چې د لسو ورځو لپاره پرې له اسلام آباد سره جګړه وکړای شي.

ورځپاڼې ليکلي دي، چې د اسلام آباد لخوا د هندي پوځ د الوتکو ويشتنه د نوي ډيلي لپاره په جګړه کې د ماتې په مانا دي، چې دغه پیښې د هند جګړیزه وړتیا تر ډېره اغیزمنه کړله.

د ورځپاڼې په قول، چې د هندي پوځ ۶۸ سلنه وسلې او مهمان دومره زاړه دي، چې د کارولو وړتیا یې له لاسه ورکړې.

ورځپاڼې وړاندې ليکلي دي، چې د هند او پاکستان سرحدي فضا ته څیرمه د دغه هيوادونو د الوتکو تر منځ حساسه سيالي وه، چې د نوي ډيلي “Dogfight” د پاکستان له “Mig21” سره په مقابله وه، چې په پای کې هندي الوتکې میدان بايلود.

د ورځپانې په باور، هندي پوځ له داسې دوښمن سره مخ دی، چې شمیر کې دهند په پرتله نیم او بودیجه یې څلور برابره ترې لږه ده.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *