کندهار کې د ولسي جرګې نوماند اسدالله ماشوري وژل شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
افغانستان خبرونه

کندهار کې د ولسي جرګې نوماند اسدالله ماشوري وژل شوی – افغان وطن

د کندهار ولایت څخه تازه ترلاسه شوي راپورونه وایي چې نن مازدیګر د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې د فابریکې سرای ته څیرمه یوه تکتیکي چاودنه وشوه

چاودنه د کندهار څخه ولسي جرګې ته د نوماند اسدالله ماشوري په موټر د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده

د کندهار امنیتي چارواکي وایي چې په دغه چاودنه کې د ولسي جرګې د نوماند موټر ویجاړ شوی او نوموړی وژل شوی ده

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم د یادې پېښې پخلی کړی ده

تر اوسه پورې د دې پېښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه ده منلی او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي

اسدالله ماشوري د ولسي جرګې په ټاکنو کې د کندهار ولایت څخه نوماند شوی وو چې ۵۵۸ رایې یې ګټلې وې

د ټاکنو د جنجالي بهیر له امله تر څو میاشتو تیریدو وروسته هم ولسي جرګې ته کامیاب نوماندان تر اوسه نه دي پیژندل شوي او نوماندان یې د ټاکنو د پایلو اعلان ته په انتظار وخت تیروي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *