واشنګټن هڅه کوي چي د افغان د سولي پروسه د هند او پاکستان له جنجاله لیري وساتي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
اند او تحلیل

واشنګټن هڅه کوي چي د افغان د سولي پروسه د هند او پاکستان له جنجاله لیري وساتي – افغان وطن

رویټرز د مارچ پر ۴ لیکي واشنګټن هڅه کوي چي د هند او پاکستان روان جنجال د افغانستان د سولي پر پروسې باندي اغېزه و نه ښندي. د ټرمپ اداره کوښښ کوي چي د پاکستان او هند تر مینځ تشنج راکم کړي. امریکايي مقاماتو پاکستاني چارواکو ته ویلي دي چي روان تشنج باید راکم سي.

امریکايي چارواکو وریټرز ته ویلي دي که چیري د هند او پاکستان تر مینځ موجوده جنجال په بشپړ بحران باندي بدل سي، د افغانستان د سولي خبري به په خطر کي واچوي. یو امریکايي مامور وايي پاکستان به اسانیتاوي برابري نه کړي، او پر طالبانو باندي به فشار وا نه چوي.

د بهرنیو چارو د وزارت پخوانۍ دپلوماته لارا میلر وايي،«زه پدې باور نه یم چي پاکستان د دې توان لري چي په افغانستان کي سوله راولي، خو پاکستان د دې قابلیت لري چي هلته سوله را نه سي.»

په ملګرو ملتونو کي د پاکستان سفیره ملیحه لودي وايي،«که چیري د هند سره روان بحران ادامه پیدا کړي، پاکستان به مجبوره سي چي خپل تمرکز شرقي سرحد ته واړوي. دا به په غربي سرحد کي زموږ هلي ځلي متاثیره کړي.»

خو ځیني امریکايي چارواکي وايي ښايي پاکستان هڅه کوي چي دا خطر غټ وښيي،‌ ځکه پاکستان خپلي ګټي په کښې لري. خو هغوي دا هم مني چي که چیري د هند او پاکستان تر مینځ ستر بحران پېښ سي،‌ دا به پاکستان کاملا مشغول وساتي.

یکنامیک ټایمز: د هند حملې وښوده چي افغانستان، ایران، او چین هم د خطر سره مخامخ دي

اخبار د مارچ پر ۴ لیکي هند غواړي چي یو داسي دوسیه جوړه کړي چي نه یوازي خپله د تروریزم اصلي قرباني دی، بلکي په پاکستان کي دېره ترورسټان افغانستان، ایران، او چین هم تهدیدوي. اخبار وايي په افغانستان کي ترورسټي عملیات د پاکستان د ستراتیژۍ ټاپه د ځان سره لري.‌ د ایران د بلوچستان په ولایت کي هم داسي ترورسټي حملې سوي دي چي څرک ئې پاکستان ته رسېږي.

یکنامیک ټایمز لیکي چي په سیمه کي اکثره ترورسټي ډلي نژدې روابط سره لري، او له هغه وخت راهیسي چي په ایران کي حمله سوې ده، د پاکستان او ایران روابط سخت زیانمن سوي دي.‌

اخبار وايي چي پاکستاني افسران د خلیج په هیوادونو کي هندي افراطیان د ایران له لاري قاچاقي تیروي، په پاکستان کي يې روزي، او بیا ئې هند استوي.

اخبار وايي چي ایغوري افراطیان هم په پاکستان کي تمرینات کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *