هوږه او پیاز د معدې او کولمو د سرطان مخه نیولی شي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

هوږه او پیاز د معدې او کولمو د سرطان مخه نیولی شي – افغان وطن

هوږه او پیاز په ډیرو پخلیو کې کارول کېږي او زيات شمېر ګټې هم لري، چې دا دی پوهانو یې یوه بله نوې ګټه موندلې ده.

په چین هیواد کې د “طب پوهنتون” کار پوهانو په دې هکله یوه څیړنه کړې او پايله کې یې دا خبره موندلې، چې هوږه او پیاز کارول د معدې او کولمو د سرطان په مخنیوي کې ښه رول لوبولی شي.

په یاده څیړنه کې ویل شوي دي، چې که د دغه دوه سبزیو کارول زیات شي؛ نو د معدې او کولمو له سرطان څخه خلک تر ډېره بريده ژغورل کیدای شي.

کار پوهانو د څيړنې په جریان کې ۸۳۳ تنه هغه ناروغان، چې د معدې او کولمو په سرطان اخته وو تر تجربو لاندې نيولي وو او څیړنه یې تر سره کړې ده.

دوی د څيړنې په پایله کې دې نتيجې ته رسیدلي، چې هوږه او پیاز زیات کارول د معدې او کولمو د سرطان تر ډېره مخنيوى کولی شي.

یادې څیړنې کې دا هم موندلې دي، چې د هوږې او پیاز خوړل د دغه ډول سرطان اتیا سلنه مخه نیولای شي.

د کولمو سرطان ته “بوویل” سرطان هم ویل کیږي، چې په امریکا د خپل ډول درېیمه عامه ناروغي ګڼل کېږي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *