مجاهد ناټو ته: تاسې له خپلې خاورې شړو، د نورو مرګونو انتظار وباسئ – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

مجاهد ناټو ته: تاسې له خپلې خاورې شړو، د نورو مرګونو انتظار وباسئ

د تیرې شپې راهیسې د هلمند شوراب اډې ته څو تنه وسلوال جنګیالي ننوتلي او تر دې مهاله جګړه روانه ده

برید وسلوالو طالبانو کړی او د زیاتو تلفاتو وراړولو ادعا کوي

په افغانستان کې د ناټو عمومي ویاند ډیوډ بټلر د وسلوالو طالبانو د ویاند ذبیح مجاهد ټویټ ته رېپلې کړې او لیکلي یې دي، چې افغان امنیتي سرتیري د خپل ولس لپاره جنګیږي، تاسو د چا لپاره جنګیږئ؟

“زیاتره دروغ دي. حمله د افغان زړورو امنیتي ځواکونو لخوا پر شا تمبول شوې، افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو لپاره جنګیږي، دوی د خلکو مدافعین دي.
طالبان د چا لپاره جنګیږي؟
د خپلو هیوادوالو سره جکړه کول پرېږدئ او سولې په اړه جدي ووسئ”

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې توند ځواب کړی، او ورته لیکي، چې افغان عسکر ستاسو غلامان دي او هغوی باید ووژل شي

مجاهد د ناټو ویاند ته ګواښ کړی، چې موږ ستاسو د شړلو لپاره جنګیږو او د نورو مرګونو انتظار وکړئ

“خپل تلفات مه پټوئ، ځکه دا د حقیقت مخه نشي نیولای. رښتیا به مو رسوا کړي. سي آی اې او پنتاګون د تلفاتو په شمیر خبر دي.
ستاسي د افغاني غلامانو لپاره (مرګ) غوره دی، داسي کسان په یوه ملت او فرهنګ کې هم د ژوند حق نه لري.
مونږددې لپاره جنګیږو چې تاسي له خپلې خاورې وشړو.
علمیات جریات لري، د نورو مرګونو انتظار کوئ”

د طالب او ناټو ویاندویانو تر منځ د ټویټر دا جګړه په داسې حال کې شروع ده، چې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ خبرې اترې روانې دي او سبا شنبه د پنځم پړاو درېدلې خبرې بیا پیلیږي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • د ناټو وياند څومره احمق دی ، که دا احمق دا وايی چی دا بی همته مزدوران د افغانستان لپاره جنګيږی نو د افغانستان ولسکشر بيا ولی وايی چی مونږ او زمونږ اردو د نورو لپاره جنګيږی .
    دا ناټويی بګيل دی د زمری سره ځان نه په خوله ، خوله او ستونی به يی وشليږی ، که ښه کوی خپلو بګيلو عسکرو ته دی ډبل پمپرس ور حواله کړی .