په شوراب اډه د وسلوالو طالبانو برید، جرئت که بې باکي؟ – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

په شوراب اډه د وسلوالو طالبانو برید، جرئت که بې باکي؟

لیکوال: بدر ځلاند

نن سهار ۵ بجې وسلوالو طالبانو د یو شمیر سرتیرو بریدګرو پر مټ په هلمند کې د افغان ځواکونو او امریکایانو په مشترک غټ مرکز شوراب اډه برید تر سره کړ

یاد برید چې د سرچینو په حواله لا تر اوسه یعنې د پنځلس ساعته تیریدو وروسته هم دوام لري، طالبانو د ګڼ شمیر داخلي او خارجي سرتیرو د وژلو خبرونه ورکړي

طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې یې تر څلویښتو زیات بهرني فوځیان وژلي او د ګڼ شمیر افغان کمانډو او ملي اردو سرتیرو تر څنګ یې شپږ تنه پیلوټان او د یادې اډې د نظام قراول قومندان هم وژلي دي

که څه هم افغان دولت تر اوسه د جګړې ټول جزئیات له رسنیو سره نه شریکوي خو ادعا کوي چې اضافي کمانډو سرتیري یې د جګړې سیمې ته لیږلي او د سیمې په تصفیه باندې اخته دي

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په دغه برید کې د وسلوالو طالبانو ۲۷ تنو سرتیرو بریدګرو برخه اخیستې ده

بل لور ته طالبان ادعا کوي، چې ګڼ شمیر فوځي تجهیزات یې له منځه وړي او په اډه کې ناستې الوتکې یې ویجاړې کړي دي

که څه هم سرتیري بریدګر له یاد میدان څخه الوتکو ته د پرواز اجازه نه ورکوي خو ویل کیږي چې د سیمې فضاء جیټ او نورو بیلابیلو الوتکو په سر اخیستې او په شوراب اډه کې د ننه یې بمبار ته زور ورکړی، تر څو جګړه کې ښکیل طالب بریدګر له پښو وغورزوي خو طالبان لاهم د شدیدې جګړې راپورونه ورکوي

وسلوالو طالبانو د امریکایي ځواکونو په دغه غټه اډه په داسې مهال بریدونه پیل کړي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر په دوحه کې له طالب چارواکو سره د نورو امریکایي لوړپوړو چارواکو په شمول په خبرو بوخت دی

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې خپلو جنګیالیو ته په بهرنیو او افغان ځواکونو د سختو بریدونو امر کړی وو او بهرنیو ځواکونو له افغان کمانډو سرتیرو سره په ګډه په ملکي اهدافو او دیني مقدساتو بریدونو ته زور ورکړی وو دا برید د دواړو لوریو تر منځ کومه ستره موضوع نه ښکاري

خو زیاتره شنونکي په داسې حساس وخت کې د طالبانو دومره غټ او جرئت مندانه برید هک پک کړي، چې یو طرف له امریکایي لوړپوړو چارواکو سره په خبرو بوخت دي او بل طرف یې د بهرنیو ځواکونو دومره مهم مرکز تر برید لاندې ونیو چې تر لسو زیات کمربندونه ترې چاپیر دي او آن افغان لوړپوړي چارواکي هم نشي کولی د ځمکې له لارې په اسانۍ سره یادې اډې ته ننوځي

د شنونکو په باور طالبانو په داسې حساس وخت کې په دې خونړي او پیچلي برید سره وښودله چې دوی ځانونه په هر طرف کې برلاسي او خود سره او خپلواک بولي؛ نو ځکه یې داسې بیباکانه جرئت ته ملا وتړله او دا یې وښودله چې د سولې خبرو اترو مهم پړاو ته په رسیدو هم د چا تر اغیز لاندې نشي راتللی

دا چې دغه خونړی برید به څه پایلې له ځانه سره ولري او د سولې په روان بهیر به منفي که مثبت اغیز وکړي وروسته به معلومه شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندونې

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • پداسی حساس وخت کی به دا غوندی بريدونه د مجاهدينو مورال نورهم ډير قوی کړی خو د ناټويانو او مزدرورانو مورال به نورهم ډير ټيټ کړی ، قوماندان به يی په قطر کی خپسکه ونيسی خو طالب استازی به ډير پر دلاوره وی .
    غنيګيه تښته چی په ارګ درځی .