امریکا له سوریې څخه د ۵۰ ټنه سرو زرو په مقابل کې د داعش قومندانانو ته پنا ورکړې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا له سوریې څخه د ۵۰ ټنه سرو زرو په مقابل کې د داعش قومندانانو ته پنا ورکړې – افغان وطن

د امریکا متحده ایالاتو د داعش قومندانانو ته په امن سیمه کې د پنا ورکولو په مقابل کې له سوریې څخه ۵۰ ټنه سره زر وړي دي.

څو ورځې وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو چې د امریکا او داعش ډلې تر منځ د سرو زرو د طلایي خښتو په اړه د جوړ جاړي په پار خبرې روانې دې، چې امریکا ته به د سرو زرو طلایي خښتې ورکوي او په مقابل که به داعش ډلې ته په امن سیمه کې پنا ورکول کیږي.

په سوریه کې بعضو رسنیو د امریکا او داعش په منځ کې یاده معامله تاییدوي او په اړه یې جزیات افشا کوي.

رسنۍ خبر ورکوي چې ۱۰ ټنه سره زر چې د داعش تر ولکې لاندې وو، د امریکایي ځواکونو لاس ورغلي دي.

رسنۍ څرګندوي چې امریکايي ځواکونو ۵۰ ټنه د سرو زرو هغه طلایي حښتې چې د داعش په ولکه کې وې، داعش ورکړي چې دوی له ځان سره امریکا ته وړي دي، چې اوس یې داعش ډلې ته ناچیز پاتې شوني پریښي دي.

ځایي رسنۍ خبر ورکوي چې څو ورځې ړواندې د داعش تر ولکې لاندې سیمو ته امریکایي هلیکوپټرې تللي وې او یاده مسئله یې تر نښې لاندې روستلي وه.

ځینو نورو رسنو دا هم ویلي چې څو ورځې وړاندې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې ۴۰ ټنه سره زر او یو ملیون ډالرو غلا هم شوي وه.

څو ورځې وړاندې ځایي رسنیو په یو بل خبر کې ویلي وو چې امریکایي الوتکو د داعش نیول شوي مالونه د “الدشیشه” څخه د ریف حنوبي برخې ته انتقال کړي دي.

رسنۍ ټینګار کوي هغه مالونه چې داعش ډلې ته په لاس ورغلي وو زیات شمیر یې طلایي خښتې وې چط په “الدشیشه” منطقه کې زخیره شوي وې.

سوریه چې د ۲۰۱۱ کال راپدې خوا پکې جنګونه روان دي، د ملل متحد د احصایي له مخې پکې زرګونه کسان مړه شوي دي.

د سوریې دولت د بشار الاسد په مشرۍ له مختلفو ډلو سره په جګړه بوخته ده چې تر ټولو غټې مخالفې ډلې پکې داعش او جبهة النصرة یادولی شو.

د سوریې حکومت له مخالفو ډلو سره په جګړه کې زیاتې سیمې له لاسه ورکړي.

یاده دې وی چې امریکا له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سوریه کې د داعش ډلې په ضد عملیات کوي، خو شنونکي پدې باور دي چې داعش یوه امریکایي پروژه ده چې دوی یې د جګړې د اوږد ساتلو په پار په پټه او ښکاره حمایت کوي تر د څو دوی په جګړه بوخت هیواد کې د پاتې کیدو قانوني جواز پیدا کړي.

د ننۍ معاملې چې داعش له امریکا سره د څو قومندانانو ته په امن سیمه کې په پنا ورکولو سره کړي، ښه څرګندیږي چې داعش ډله د امریکا یوه پروژه ده، تر څو په دوی سره د جنګي اور لمن پراخه کړي، او د هیوادنو طبعي زیرمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

أرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *