د محمد الفاتح خپل زوی ”بایزید“ ته وصیت – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

د محمد الفاتح خپل زوی ”بایزید“ ته وصیت – افغان وطن

ژباړه: نوراحمد شاکر

د ترکیې د عثماني خلافت سلطان، غازي محمد الثاني الفاتح: فاتح سلطان محمد خان الثاني د عثماني دولة اووم پاچا وو، چې د ال عثمان د اولادې څخه وو.

محمد خان الثاني ته د الفاتح، ابي الفتوح او ابي الخیرات لقبونه کاریدل، خو کله یې چې قسطنطینیه فتح کړله د قیصر لقب یې هم په القابو کې وراضافه کړل شه، چې له ده مخکې یاد لقب کوم بل خلیفه ته نه وو ورکړل شوی.

معلومیږي چې سلطان محمد الفاتح په بیزنطینه امپراطورۍ باندې وروسته د یولس پیړو څخه حکومت کړی دی.

ده دیرش کاله په اسیا او اروپا باندې حکومت کړی، ده د اناضول ټول ممالک سره یو کړل، ده کوشش کوه چې د اروپا، بلجراد او بیزنطیه اداري شکل د عثماني خلافت په څیر شي.

خو کله چې سلطان محمد الفاتح وفات شه؛ نو د “کنائس” چې د عیسويانو معبد خانو ته ویل کیږي، د أمر په امر پکې تر دیرو ورځو پورو ګډاګانې کیدلې، ګنګړي پکې شرنږیدل، ځکه دوی راحت موندلی وو، اوس یې دومره ویره نه کیدله څومره چې د محمد الفاتح په وخت کې وو.

محمد الفاتح خپل زوی بایزید الثاني ته وصیت کوي، پداسې حال کې چې دی د مرګ په فرش باندې پروت دی، ورته وایي ” نږدې ده چې زه مړ شم، خو مرګ ته خفه پدې نه یم چې ما ستا په څیر ځای ناستي پریښی دی، ته یو عادل، صالح او مهربان شخص جوړ شه، په خپل رعیت باندې بې له دې چې کوم چا ته ترجیح ورکړې د عدل لاس وغوړوه!.

د اسلام په خپرولو کې ډیر کوشش، ځکه په ځمکه د دین خپرول او عملي کول د پاچاهانو فرض دي، په هر څه باندې دیني امورو ته وړندې والی ورکوه او هیڅ کله یې په همیشه والي کې له سستۍ څخه کار مه اخله!

د هغو کسانو په خدمت کې د هیڅ وخت لپاره مه لویږه چې هغوی د اسلام اهتمام نه ساتي، د لویو کناهونو څخه پرهیز نه کوي، په فخشا کې ډوب شوي وي او د بدعت او مفسدو کارونو څخه ډیر لرې تښته او له هغه کسانو هم لرې تښته کوم چې تا بدعت او خرفاتو ته کش کوي.

د ښارونو جعرفیا په جهاد سره پراخه کړه، د بیت المال په پوره توګه حفاظت او ساتنه کوه، د اسلامي حق پرته د هیڅ چا مال ته لاس مه اوږدوه، فقیرانو ته د مرستې ضمانت ورکوه، حقدار ته د خپل حق په ورکړې سره اکرام او عزت کوه!

د علماء کرامو عزت او برم ته په لوړه سترګه ګوره او تل یې پلوي کوه، ځکه چې علماء د اسلامي دولت محمکې ستنې دي.
کله چې واورې یو عالم په کوم لرې ښار کې ژوند کوي، دلیدلو لپاره یې خامخه ورشه، په مالي مرستې سره یې عزت او احترام کوه.

پام او پام چې مال او لښکرې دې دوکه نه کړي، هیڅ کله دې دیني لارښوونکي ستا په دروازه چې د طمع په پار سرونه ټیټ نه کړي، هیڅ کله هغه څه ته میلان مه کوه کوم چې د شریعت خلاف وي، ځکه چې اسلامي دین زموږ هدف دی، هدایت زموږ راسته لاره ده او پدې سره زموږ نصرت کیږي.

په اخر کې محمد الفاتح خپل زوی ته وایي: زما لطرفه دا درسره وساته چې په دې ښار کې زه د یوه واړه میږي په څیر اوسیدلی یم، دا ماته الله تعالی یو لوی نعمت راپه برخه کړی وو.

ته باید یواځې زما مسلک ونیسې، زما په تګلار لاړ شې، ته د دین او د دیني اشخاصو د عزتمند ساتلو لپاره هیڅ کله له هلو ځلو دریغ مه کوه.

ته باید د دولت مال په چټیاتو، بې معنی او د قدر څخه په زیاتو شیانو مصرف نه کړې، ځکه چې دا د تر ټولو د ستر هلاکت زریعه بللی شوي ده.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *