تخار:ترافیکي پېښې یو شپون او ۹۲ پسونه وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اقتصاد خبرونه

تخار:ترافیکي پېښې یو شپون او ۹۲ پسونه وژلي – افغان وطن

له تخار ولایت څخه تازه راپورونه وایي چې تیره شپه ددې ولایت د تالقانو پل په سیمه کې د یو ۳۰۳ موټر د کوچیانو په رمې ور ختلی ده او د شپانه په شمول یې ۹۲ پسونه وژلي دي

د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري رسنیو ته ویلي چې یاده پیښه بیګا شپه درې بجې د تالقانو پل سیمه کې رامنځ ته شوې ده او د شپون په شمول یې د هغه ۹۲ پسونه وژلي دي

د هجري په وینا موټر چلونکی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي

د سیمې اوسیدونکو هم پیښه تائید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې کوچیان هر وخت د سرک پر سر خپلې رمې بیایي او د داسې پیښو سره مخ کیږي

په افغانستان کې د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول او د لارو خراب والی ددې لامل شوی چې په لویو لارو هر وخت خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي او د هیوادوالو د مرګ ژوبلې سبب ګرزي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *