د مور او پلار مقام – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د مور او پلار مقام – افغان وطن

لیکنه: ناجیه باران

پوهېږو چې د کایناتو حقیقي خالق خدای تعالی دی، په دوهمه مرتبه کې د انسان مجازي خالق والدین دي.

والدین هغه څوک دي چې د ژوند په ټولو مرحلو کې د جسماني او معنوي روزنې لپاره اولاد دپاره هر ډؤل قربانۍ ته چمتو وي.

مور او پلار د خپل اولاد د پالنې لپاره ډېر زحمت ګالي حتٰی تر دې چې خپل خوب په ځان حراموي.

حضرت محمد (صلي الله علی وسلم) فرمایي:
د مور او پلار سره د نېکۍ کولو اهمیت وروسته د فرضو او مخکې د جهاد نه د الله (جل جلا له) په وړاندې محبوب ترینه او نېک عمل دی.

همدغه شان په یو بل حدیث شریف کې راځي:
هر هغه نېک اولاد چې خپل مور او پلار ته په مهربانۍ سره وګوري نو الله (جل جلا له) ورته د هر ځل کتلو په بدل کې د یو حج هومره ثواب ورکوي.
نو سوال وشو.
حتی که د ورځې سل ځلې هم ورته وکتل شي؟
پېغمبر علیه السلام وفرمایل: هو! بې شکه! خدای (ج) ډېر لوی او پاک ذات دی .

په یو روایت کې راغلي چې اویس قرني د ډېر تلاش او زحمت نه وروسته وخت پیدا کړو چې د محمد (صلي الله عیه وسلم) دیدار ته ځان حاضر کړي. نوموړی ټوله ورځ تر مازیګره په انتظار کې پاتې کېږي نو دا چې حضرت نبي علیه السلام په سفر کې وي نو قرني نه توانېږي چې ورسره وګوري . نو یو پېغام پرېږدي
محمده (صلي الله علی وسلم): مور مې یوازې ده زه اوس مجبوراً ځم او په یو مناسب وخت کې بیا ځلې ستاسو دیدار ته راځم.
رسول الله اویس قرني ته پیغام لېږي او ورته وایی:
ترڅو چې دې مور ژوندۍ وې نو زما د دیدار لپاره سفر قبول نه کړې!
له دې واقعې معلومولی شوو چې د ستر پېغمبر علیه السلام پۀ نزد د مور څومره لوی مقام دی.

که څه هم د مور او پلار حقوق د اسلام له نظره مساوي دي مګر په ځینو مواردو کې د پلار په نسبت د مور مقام یو څۀ لوړ ځکه دی، کوم مشکلات چې مور زغمي سړی ترې ناخبره دی، لومړی خو ماشوم پخپل بطن کې له خپلې وینې څخه تغذیه کوي او تر نهو میاشتو پورې دغه دروند بار له ځان سره ګرځوي.

بیا تر دوه کالو پورې وخت ناوخته ماشوم ته شیدې ورکول او مړول هم د مور په غاړه دي چې خپل ارام او راحت ترې قربانوي، له همدې کبله ویل شوي ”جنت د مور د قدمونو لاندې دی“.

اولادونه باید دګناه او ناوړه کارونو پرته په ټولو چارو کې د خپلو والدینو حکم پرځای کړي او په وړاندې یې ډېر په ادب خبرې وکړي.

لکه څرنګه چې مور او پلار د الله (جله جلا له) یو ستر نعمت دی چې مونږ ته یې راپه برخه کړی نو د تل لپاره باید د هغوئ د عزت، شرف، او پت ساتنه وشي او په داسې اعمالو لاس پورې نه کړی شي چې خدای مه کړه د هغوئ حیثیت او آبرو ته زیان ورسېږی او د هغوئ د آزار سبب شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *