په قطر کي د سولي مهم پړاو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

په قطر کي د سولي مهم پړاو – افغان وطن

واحد فقیري: سیاسي شنونکی

په قطر کي نن د امریکا او طالبانو د با صلاحیته استازو تر مینځ د سولي د خبرو پنځم راونډ پیل سو. ښاغلي خلیلزاد په خپل ننني ټویټ کي لیکي ول،«اوس زموږ د کار مهم پړاو پېل سو.»

د سولي د دې پړاو اهمیت پدې کي دئ چي د طالبانو د موسس او مشر ملا عبدالغني برادر موجودیت دې خبرو ته وزن، اعتبار، او سرعت ورکوي. ځکه مهمي فیصلې به آني کېږي،‌ او طالبان به دېته اړ نه وي چي د خپل مرکز او رهبریت سره د سلا مشورو لپاره د خبرو جریان له ټاله سره مخامخ کړي. بلکي د هغوی با صلاحیته مشر به دا حیاتي او تاریخي خبري شخصا هدایت او اداره کوي.

د دې خبرو د اهمیت په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،«د دې امکان سته چي موږ یوې نتیجې ته سره ورسېږو.» اکثره سیاسي مبصرین ګومان کوي چي دا ځل به د قطر له خبرو څخه د اور بند، د نیمو امریکايي قواوو د وتلو، د بندیانو د آزادېدو، د یوه موقتي حکومت، او د نورو حیاتي مسایلو په اړه مهمې فیصلې راووزي.

دا باید په صراحت ووایو چي د قطر خبري به د افغانستان په معاصر تاریخ کي یو بارز او برخلیک سازه مقام ولري. دا مذاکرات به د آینده نسلونو د مستقبل لپاره دونه مهم وي چي هغوی به ئې د تاریخ په کتابونو کي لولي، او تحلیل او تجزیه کوي به ئې.

موږ دواړه محترمو ټیمونو ته د موفقیت او سر فرارۍ دعا کوو. په کارونو کي حوصله او صداقت ترې غواړو. او د سولي په مهم امر کي د شفافیت تمه ترې لرو.

څرنګه چي پدې تاریخي مجلس کي به ښاغلي خلیلزاد او محترم ملا عبدالغني برادر ونډه لري، او څرنګه چي دواړه مشران د یو بل همتا او هم وزنه دي، نو لهذا پدې تاریخي ازموېښت کي ورته ستره کامیابي غواړو. ځکه موږ پدې پوهېږو چي د افغانستان اوسني او راتلونکي نسلونه به د هغوی د نن ورځي له فیصلو څخه په کلونو کلونو متاثره وي. په بل عبارت، هغوی نن ورځ د تاریخ د قضاوت دروند بار پر اوږو وړي.

البته د ولسونو په تاریخ کي داسي مهمي حادثې کله نا کله پېښېږي، او کله چي واقع سي عواقب ئې دونه مهم وي چي د یو ملت برخلیک ټآکي.

نو لهذا، دا هم باید زیاته سي چي د افغان ولس باید یوازي تماشاچيان پاته نه سي، بلکي د دې مهمي پروسې په حمایت کي فعاله ونډه واخلي. خپل ملي او مدني وجیبه ادا کړي. او بالاخره د سولي وران کاران افشا او منزوي کړي.

د رغنده عمل وخت رارسېدلی دئ

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • بيغمه اوسى نه به اوربند وى نه موءقت حكومت او نه هم كفارو ته د سرفرازى دعاوى, دا خو غاصبين او مزدوران يى له پخوا لا ارمان لرى