د پکتیکا د پوهنې ریاست په ګودام کې ۵۰۰۰ ټوکه د پاکستاني نصاب کتابونه موندل شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
پوهنه او فرهنګ خبرونه

د پکتیکا د پوهنې ریاست په ګودام کې ۵۰۰۰ ټوکه د پاکستاني نصاب کتابونه موندل شوي – افغان وطن

د پکتیکا ولایت چارواکي وایي چې نن ددې ولایت د پوهنې ریاست په ګودام کې د پاکستاني نصاب پنځه زره ټوکه اردو لیکل شوي کتابونه کشف شوي دي

نن د پکتیکا ولایت والي مجیب رحمن څمکني چې د ملي امنیت رئیس هم ورسره وو ددغه ولایت د پوهنې ریاست څخه د لیدنې پرمهال د یاد ریاست په کودام کې پنځه زره ټوکه د پاکستاني نصاب اردو کتابونه موندلي دي

یوه میاشت مخکې ځینې رسنیو راپورونه ورکړل چې د پکتیکا په ځینو شخصي ښونځیو کې د پاکستان نصاب اردو کتابونه تدریسیږي خو دولت یې په وړاندې خاموشي اختیار کړې وه

دپکتیکا ولایت اوسیدونکېو یاده پېښه د اندېښنې وړ بللې ده او له دولت څخه یې غوښتنه کړې چې یاده قضیه جدي وڅیړي او پکتیکا والو ته ددې موضوع سپیناوی وکړي

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت چارواکو تل په ظاهره د پاکستان دولت سره کرکه ښکاره کړې خو وخت ناوخت د دولتي لوړپوړو چارواکو او پاکستان ترمنځ د ملګرتیا ځینې پت رازونه افشاء شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *