کندهار: معروف پیژندنه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کندهار: معروف پیژندنه – افغان وطن

معروف د کندهار ولایت یو له هغو ولسوالیو څخه ده چې د افغانستان په جنوب کې موقعیت لري.

د معروف ولسوالۍ د نفوس شمیره چې په ۲۰۰۶م کال کې یې احصایه شوي وه، ۲۰۰۰۰۰ ته رسیدله.

معروف ولسوالۍ تر ۳۰۰ پورې کلي لري، چې غوڅ اکثیرت یې د پښتون قوم بارکزي او علیزي ژوند کوي.

لوی امپراطور احمدشاه درانی په همدې ولسوالۍ کې وفات شوی، ځکه چې دراني د اول ځل لپاره په همدې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي وو او د درانیو نیکه “سربن” په همدې ولسوالۍ کې زندګي تیره کړيده.

معروف د کندهار څخه په ۱۹۰ کیلومټر فاصله کې پراته ولسوالۍ ده، چې نیمه لار یې تر ارغستان پورې نیمه وجاړه ده.

معروف یوه غرنۍ منطقه ده چې درې لویې درې لري او عبارت دی له: ناوه، سالیسون او اعلی جرګه.

معروف په خپل څنګ کې یو لوی سیند لري، چې په جعرافیه کې په ارغستان سره نومول شوی دی تیریږي.

معروف ولسوالي د اول ځل لپاره د درانیو چې د هندوکش څخه راغلي وو، دلته له ۷۶۰ — ۷۸۰ پورې پاتې شوي وو.

امیر دوست محمد خان اولین بارکزی پاچا وو، چې د معروف ولسوالۍ څخه یې د پاچاهۍ اعاز وکړ، د ده کورنۍ په ټول افغانستان ۱۵۷ کاله حکمراني وکړه.

د محمدزوی/بارکزیو د نیکه قبرستان په معروف او ارغستان کې چې مخکې یوه ولسوالي وه، چې مخکنۍ نامه یې اراکوزیا بلل شوي وجود نه لري.

اراکوزیا د سکندر مقدوني په وخت یعنې له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندې په معروف او ارغستان سره ونومول شوه، چې دا د اسیأ په جنوبي برخه باندې یو ځانته تاریخ لري.

داسې پوخواني روایات هم موجود دي چې د پښتون نوم هم د اول ځل لپاره په دې ځایه کې ایښودی شوی دی.

نن ورځ د درانیو هر قوم خپل ځانونه له معروف او ارغستان څخه بولي او د علجي قوم نیکه ګان هم د معروف ولسوالۍ سره په نږدې کې زندګي تیره کړي ده، لکه هوتک بابا په اتغر کې په ۶ شپږمه صدۍ کې پیدا شوی دی.

معروف ولسوالۍ عمده محصولات لري چې عبارت دي له: غنم، انګور، بادام، نصوار، انار وغیره… او معروف ولسوالي اولنۍ هغه ځای دی چې له روس سره په جهاد کې د مجاهدینو پټنځای بلل شوی دی، چې له ډیورنډ کرښې سره ۱۶۰ کلیومټره ګډه پوله لري.

هیره دې هم نه وي چې یاده ولسوالۍ له ډیر وخت راهیسې د طالبانو تر مخاصرې لاندې وه، چې تیره ورځ طالبانو سقوط کړه او تر خپل ګورت لاندې یې راوسته.

طالبانو منلي چې د دوي ځواکونو یاده ولسوالي نیولي ده او ویلی وو، چې په دې ساړه ژمي کې د یادې ولسوالۍ سقوط دښمن ته د خورا بد راتلونکي پیغام له ځان سره لري.

افغان وطن، خپلواکه او بې پرې ویب پاڼه

ارمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *