افغان دولت: د معروف ولسوالۍ سقوط نه بلکه مسؤن ځای ته مو انتقال کړې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

افغان دولت: د معروف ولسوالۍ سقوط نه بلکه مسؤن ځای ته مو انتقال کړې ده – افغان وطن

تیره ورځ وسلوالو طالبانو په یوه خبر کې وویل چې د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ له ډیرې مودې محاصرې وروسته ددوی لاسته ورغلې ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د کندهار د معروف ولسوالۍ له اوږدې محاصرې وروسته ددوی لاسته لویدلې ده

احمدي ویلي چې افغان دولت تیره ورځ ماسپښین د ولسوالۍ له ودانۍ تښتیدلی ده او د ودانۍ ځینو برخو ته یې اور وراچولی ده

طالب ویاند همدا راز زیاته کړې چې په ولسوالۍ کې زیات شمیر تجهیزات هم ددوی لاسته ورغلی او ټول تأسیسات اوس ددوی په کنترول کې دی

احمدي ویلي چې د ژمي په ساړه موسم کې ددوی له لوري د داسې مهمې ولسوالۍ نیول افغان دولت ته خورا بد پیغام له ځانه سره لري

خو افغان دولت بیا د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دی چې یاده ولسوالۍ سقوط نه بلکه ددوی له لوري مسؤن ځای ته لیږدول شوې ده

په دې اړه د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر” رحمت الله اطرافي“ رسنیو ته ویلي چې د معروف ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو له امله سقوط شوې نه ده بلکه یاده ولسوالۍ یې ددې ولسوالۍ له مرکز څخه اته کلو میټره لرې واټن کې مناسب ځای ته انتقال کړې ده

اطرافي دا نه ده روښانه کړې چې یادې ولسوالي تر اوسه څنګه په نامناسب ځای کې قرار درلود او اوس یې اته کلومټره کوم طرف ته انتقال کړې ده

باید وویل شي چې افغان دولت اکثره ولایتونو کې د ولسوالیو زیاتره مرکزونه د طالبانو د بریدونو له امله د ولایتونو مرکزونو ته انتقال کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *