د وخت ارزښت / وروستۍ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

د وخت ارزښت / وروستۍ برخه – افغان وطن

عبدالله ”محمدي وردګ“

۲) د وخت ارزښت په نبوي حدیث کې: د احادیثو مشهور کتابونه د عبدالله بن عباس(رض) څخه روایت کوي چې رسول علیهم السلام فرمایلي:
نعمتان مغبون فیهما کثیرمن الناس الصحة والفراغ

ژباړه:دوه نعمتونه دي چې اکثره خلک پکې تاواني دي؛ یو روغتیا او بل فراغت.

که د خوږ نبي کریم صله الله علیه السلام دغه حدیث ته عمیق فکر وکړو ډیر ستر مفهوم لري؛ یعنی د وخت څخه یوازي هوښیار خلک ګټه پورته کوي، او موږ عملاً وینو چې په نړۍ کې هوښیار خلک کم دي نو زیات خلک پکې تاوانی شول که نه؟

نو زموږ لپاره په کار ده چې ځان د هوښیارو خلکو په قطار کې ودرو، او په دغه ستر نعمت کې تاواني نه شو ؛او د وخت څخه په صحیح ډول استفاده وکړو.

۳) په دریم قدم کې دې خبرې ته اشاره کوم چې علماوو څه ډول د نیکو کارونو په ترسره کولو کې د وخت حرص درلود؟

ستر تابعي حسن بصري(رح) وایي: ای بنیادمه! ته د ورځو څخه جوړ یې چې د یوې ورځې په تیریدو سره ستا د بدن یوه برخه هم له منځه ځي، او دی وایي چې ما داسی خلک لیدلي چې تر درهمو وخت ته زیات ارزښت ورکوي او دا استدلال کوي چې درهم بیا پیدا کیږي؛ خو تیر شوی وخت بیا باالکل نه شي پیدا کیدای[محمد وزیر حامد، د وخت ارزښت او ساتنه، ۶۴مخ].

امام ابو یوسف(رح) په څومره سخت حالت کې درس ته ځی!

محمد بن قدامه وایي چی ما د شجاع بن مخلد څخه اوریدلي چې امام ابویوسف ماته وویل: زما یو زوی مړ وو ما په خپله ونشوای کولای چې د هغه تکفین او تجهیز ترسره کړم ، نو هغه مې خپلو ګاونډیانو او خپلوانو ته پریښود؛ ځکه زه په دې ډاریدم که دا کار خپله وکړم نو درس به مې رانه پاتي شي او د درس پاتي کیدل ماته د زوی تر غم ستر غم وو؛ نو هماغه وو چې د امام ابو حنیفه(رح) حضور ته د درس لپاره حاضر شوم [امام مکي، کتاب المناقب، لومړی ټوک، ۴۷۲مخ ].

حافظ ذهبي د سیرالعلام النبا په یولسم ټوک، ۴۸۵مخ کې وایي: ما دعبد بن یعیش رحمه الله څخه اوریدلي چې هغه وویل ماته دحدیثو د لیکلو په وخت کې دیرش کاله خپلې خور په خوله ډوډۍ راکوله او ما به حدیثونه لیکل.

د امام المفسرین ابن جریر (رح) په اړه خطیب وایي چې ما د السمسي څخه اوریدلي چی هغه وویل:ابن جریر به د ورځې څلویښت پاڼې لیکنه کوله، چې د امام ابن جریر ټولې لیکنې ۳۵۸زره پاڼې کیږي چې په دیرشو ټوکونو کې یې د قرانکریم تفسیر او په یوولسو غټو غټو ټوکونو کې یې تاریخ لیکلی[محمد وزیر حامد، د وخت ارزښت او ساتنه، ۹۱-۹۲مخ]

نن موږ تاسو د ورځې ۴۰پاڼی مطالعه لا نه کړو، موږ تر هر چا ویده او د غفلت خوبونو وړي یو، نن چې ددي خلکو نومونه موږ یادوو ؛دوی د وخت څخه سمه استفاده کړی ، کنې موږ او دوئ په جوړښت کې کوم توپیر نه لرو.

ابو هلال عسکري په خپل کتاب “الحث علی الطلب العلم والاجتهاد في جمعه ” کې لیکي چې ابوبکر بن الخیاط النحوي چی اصل نوم یې محمد بن احمد وو او په بغداد کې یې ژوند کاوه، دي به هر وخت د درس په لوستلو بوخت وو چې کله به له لارې څخه په کنده ور برابر شو؛ او کله کله به کوم څاروی وواهه.

حسیب الرحمن “نورمل” په خپل کتاب “د ژوند ناویل شوي رازونه” کې په ۴۰مخ لیکي؛ که څوک د وخت په ارزښت پوه شي د تسمو(بندو) واله بوټ به هیڅ وخت په پښو نکړي، او همدا راز یو بل عالم لیکي د ساعت د ستنې ټک ټک چټې مه بولۍ بلکې دا د ژوند په ونه د تبرګي ګوزار دئ، او څومره له حقیقته ډکه خبره یې کړې.

اوس موږ د وخت ارزښت په قران کریم، حدیث او د پخوانیو علماوو څخه ذده کړ.
راځو دي ته چی څنګه ځان له وخت سره جوړ کړو تر څو سمه ګټه ترې واخلو او موږ هم یو مطرح شخص و اوسؤ؟

ددي سوال لپاره لاندي ټکي همیش باید یاد وساتو!

۱) د کارونو او وختونو په مهال ویش برابرول؛
۲) له بی ګټی مجلسونو څخه ځان ساتل؛
۳) له پوهو، ځیرکو، او اهل علم خلکو سره ملګرتیا او مینه؛
۴) دا مینه درلول چې علم مې ورځ تر بلې زیات شي.
۵) د پخوانیو علماوو د ژوند فکر او لیکنو څخه ځان خبرول.

په آخر کې له هر لوستونکي څخه د دعا غوښتنه کړم چې خپل ورور په دعاګانو کې یاد وساتئ

ستاسو د علم د زیاتوالي په هیله!
وخت مه ضایع کوه چې ژوند دې ضایع کیږي؛ راتلونکی دې تباه کیږي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *