د وخت ارزښت / لومړۍ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

د وخت ارزښت / لومړۍ برخه – افغان وطن

ــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکنه: عبدالله محمدي

که څه هم عنوان کوچنی دی خو د معنا په لحاظ خورا زیات تفصیل ته اړتیا لري، هرچاته وخت بیل بیل ارزښت لري لکه فلسفیانو، سیاستوالو، سوداګرو، بزګرانو، جنګیالیو او داسی نوو اهل کسب خلکو ته، خوموږ دلته د وخت ارزښت په علمي نړۍ پورې ځانګړی کړی، ترڅو هر متعلم، محصل او طالب العلم د وخت په ارزښت پوه شي؛او د پخوانیو علماوو او اسلافو د همت یوه حصه په ځان کې را ژوندۍ کړي،زه به دلته د وخت ارزښت د قران کریم په مبارکو آیاتونو،د نبی کریم (ص) په مبارکو احاد یثو، او د پخوانیو علماوو د وخت څخه د غوره استفادې په رڼا کې او په آخر کی به د وخت څخه د ښې استفادې په مورد څو مهم ټکي تاسو ته وړاندي کړم

۱)قرانکریم:الله پاک د ابراهیم د سورت د ۳۳-۳۴نمبر آیتونو کې خپلو بنده ګانو ته ورکړی بنسټیز نعمتونه بیان کړي چی ددی نعمتونو په لړ کی یی په ۳۳نمبر آیت شریف کې وخت هم ددغه نعمتونو په قطار کې راوستلی دئ او فرمایي:

وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّيْلَ وَالنَّهَار
ژباړه:او هغه لمر او سپوږمۍ ستاسي لپاره په كار واچول چي د قانون تابع چليږي. او شپه او ورځ یې ستاسي لپاره په كار واچول.

څنګه چی موږ تاسو ته معلومه ده چی وخت د شپې او ورځې څخه عبارت دی؛ نو په د آیت کې شپه او ورځ د یو نعمت په حیث یاد شوي، همدارنګه الله پاک په سورت النحل ۱۲نمبر آیت کې فرمایي:
وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ والْقَمَرَ ۖ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرٰتٌۢ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

ژباړه: هغه ستاسي د ښېګڼي لپاره شپه او ورځ، او لمر او سپوږمۍ په كار اچولي دي. او ټول ستوري هم د هماغه په حكم په كار اچول شويدي، په دې کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي له پوهي څخه كار اخلي.

همدا راز په نورو ګڼو آیتونو لکه الاسرا ۱۲، حم السجده۳۷، الانعام ۱۳نمبر آیتونو کې الله پاک وخت یو نعمت یاد کړی، الله عزوجل په قرانکریم کې چی په څه باندی قسمونه یاد کړي؛ هغه خورا ارزښتناک شیان د چې یو له هغه څخه هم وخت زمان یا عصر دی چې الله پاک اوه ځایه په قرانکریم کی قسم پری یاد کړی د العصر په سورت کی چی په عصر(وخت) باندي الله پاک قسم یادوي تر څنګ یی دا هم یادوي چې انسان په خسران او تاوان کې دئ خو نه د هغه څوک چی ایمان یی راوړی وي ښه عملونه ترسره کوي یو بل ته د حق نصیحت او د صبر ښودنه کوی.

نو هغه خلک چی نیک عملونه کوی خو طبعاً یی د وخت څخه ښه استفاده کړی ده. د فاطر د سورت په ۳۷نمبر آیت کې الله پاک کفارو ته په بې ځایه وخت تیرولو غصه کړي او فرمایي:

وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صٰلِحًا غَيْرَ الَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ النَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا فَمَا لِلظّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ

ژباړه: هغوى به هلته فرياد واويلا وکړي چي: اې زموږ ربه! موږ له دې ځايه وباسه چي ښه عمل وکړو، نه هغسي عملونه چي پخوا مو كول،ځواب به ورکړل شي ايا موږ تاسي ته دومره عمر نه و درکړی چي كه چا په هغه کښي عبرت اخيستل غوښتلای، نو عبرت یې اخيستلای شوای؟ – او تاسي ته وېرونكى هم درغلي و. نو اوس خوند وڅكئ، دلته د ظالمانو كوم مرستندوی نشته.

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *