د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نوی وزیر مسعود اندرابي د ویډیو کال له لارې د ګڼو ولایتونو له امنیه قومندانانو سره خبرې کړي دي
مسعود اندرابي له پولیسو په زغرده غوښتي چې د جنګ په میدان کې تروریستان ژوندي پرې نه ږدي
اندرابي په خپله لومړنۍ وینا کې امنیه قومندانانو ته ویلي چې د سولې خبرې کول د سیاسي مشرانو کار ده او پولیس باید د سیاسي اقدارو د لوړولو لپاره دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
نوموړي ویلي چې امنیتي ځواکونه باید له دفاعي حالت څخه ځانونه تهاجمي حالت ته راولي او د دښمنانو خولې ور ماتې کړي
مسعود اندرابي دا خبرې داسې مهال کړي دي چې څه موده مخکې د افغانستان دفاع وزیر هم امنیتي ځواکونو ته د سر یې وهو سنګر ترې نیسو شعار ورکړی وو خو د جګړې په میدان کې یې تراوسه کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي
د هیواد امنیتي وضعیت هر کال د ژمي په موسم کې نسبتا ښه وي خو د ژمي په تیریدو سره وسلوال طالبان خپلو حملو ته زور ورکوي
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي وسلوال طالبان د خپلو پسرلنیو عملیاتو لپاره تابیا نیسي او د خپلو تشکیلاتو په برابرولو کار کوي
کریم بریال
څرگندون