له هغه سره مینه لرم/ دولسمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
پوهنه او فرهنګ خبرونه

له هغه سره مینه لرم/ دولسمه برخه – افغان وطن

له هغه سره مینه لرم

لیکوال: عبدالصمد شاکر

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې د ژوند لپاره غوره دستور لري؛ دا ځکه، چې هغه پخپل ځان باور لري.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې خبره يې اغیز ښندي؛ دا ځکه، چې هغه حقه خبره کوي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې د آزادۍ لیاقت لري؛ دا ځکه، چې هغه په ځان ساتنه باندې ازادي غوره بولي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې ورباندې باور لرم او شک نه پرې کوم؛ دا ځکه، چې هغه حقیقت لټوي او حقیقت ته د رسیدلو دعوه نه کوي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې يوازې په ښه فکر درلودلو کفایت نه کوي؛ دا ځکه، چې هغه له ښه فکر درلودلو سره له هغه کار اخیستل یې اولویتونه دي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې د ذهن پټ اسرار څرګندولای شي؛ دا ځکه، چې هغه هوښیاري لري.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *