چېنایۍ مېرمن، چې د نارینه وو غږ نه اوري؛ د ښځو اوري – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
پوهنه او فرهنګ خبرونه

چېنایۍ مېرمن، چې د نارینه وو غږ نه اوري؛ د ښځو اوري – افغان وطن

“مس چین” نومي ښځه، چې د چین هیواد د سویل ختیځ “ژیاومن” سیمې اوسیدونکې ده، له عجيب برخليك سره مخ شوې ده.

د هغې په اړه ویل کېږي، چې هغه د نارینه وو غږ نه اوري؛ بلکې یوازې د ښځو غږ اوري او ان تر دې، چې د خپل نږدې ملګري غږ هم نه شي اورېدای.

د نوموړې په هکله په یو راپور کې ویل شوي، چې دغه میرمن هغه مهال له یاد برخليك سره مخ شوه، چې یوه شپه یې استفراق “قی” وکړ او د شپېلۍ غږ ته ورته غږونه یې په غوږونو کې حس کړل؛ خو کله، چې سهار مهال له خوبه پاڅېده، نو د سړیو غږ یې نه شو اورېدای.

په راپور کې راغلي، چې کله هغه روغتون ته یوړل شوه؛ نو ډاکټرانو یې په هکله وویل، چې دغه ښځه د “ریورس سلوپ” په ناروغۍ اخته شوې ده.

” ریورس سلوپ” داسې یوه ناروغي ده، چې کوم انسان ورباندې اخته شي؛ نو دغه کس بیا داسې اواز نه اوري، چې لږ فریکونسي لرونکی وي.

په یاده ناروغۍ باندې په ټوله نړۍ کې درې زره انسانان اخته دي.

په دغه ناروغۍ اخته کسان د نارینه وو غږ له دې امله نه اوري، چې د نارینه وو د غږ فریکونسي ټیټه او د ښځو هغه یې لوړه ده.

په ورته وخت کې ډاکټرانو دا هم ویلي دي، چې یاده ښځه د خوب له کمښت څخه ځورېده او په ذهني کشمکش باندې هم اخته شوې وه.

بل خوا بیا ډاکټرانو دا هم زیاته کړې، چې د نوموړې ښځې درملنه روانه ده او ژر به له دغه ناروغۍ څخه روغه شي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *