ترمپ له اروپایي هیوادونو غوښتې چې د داعش افراد ومني – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ترمپ له اروپایي هیوادونو غوښتې چې د داعش افراد ومني – افغان وطن

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له اروپایي هیوادونو غوښتنه کړې چې هغه افراد چې له دغو هیوادونو د داعش لیکو ته ورغلي وو او اوس په سوریه کې کلابند دي خپلو هیوادونو ته دې د بیرته ورتګ اجازه ورکړي

ټرمپ ویلي چې د اروپایي هیوادونو له خوا هغو سلګونو داعش افرادو ته چې په سوریه کې بند پاتې دي د اجازې نه ورکول به بد عواقب ولري

ټرمپ زیاته کړې که اروپایي هیوادونه دغو کلابندو افرادو ته د بیرته ورتګ اجازه ورنکړي، ښې پایلې به ونه لري او واشنګټن به مجبور شي چې ازاد یې کړي

ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټر لیکنه کې له فرانسې، برطانیا، جرمني غوښتنه کړې چې هغو ۸۰۰ داعش اروپایي جنګیالیو ته خپلو هیوادونو ته د بیرته ورتګ اجازه ورکړي

نوموړي په ټویټر کې زیاته کړې چې د داعش خیالي خلافت په پیل کې لا سقوط شوی ده

ډونالډ ټرمپ دا اعلامیه په داسې مهال کړې ده چې په دې ورستیو کې نوموړي په سوریه کې د داعش د ماتې اعلان کړی وو او له دغه هیواده یې د خپلو سرتیرو د وتلو امر کړی

شنونکي زیاتره له پیل څخه په دې باور وو چې داعش ډله د امریکا له لوري رامنځ ته شوې ده او د تجهیز او تمویل چارې یې د امریکا له خوا پر مخ وړل کیږي

په افغانستان کې هم چې کله د داعش ډلې ظهور وکړو نو غربي رسنیو ددوی د غټ ښودلو لپاره زیات تبلیغات تر سره کړل او د طالبانو او داعش تر منځ په جګړو کې څو ځله امریکا مداخله کړې ده

په پیل کې داسې راپورونه ورکول شول چې د افغانستان شمال ته داعش جنګیالي په نامعلومو چورلکو کې راوړل کیږي او وروسته بیا د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې هم د طالبانو له محاصرې د یادې ډلې ۲۰۰ کورنۍ د طیارو پر مټ وژغورل شوې او د انتقال مسؤلیت یې افغان دولت په غاړه واخیست

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *