جمهورریس، استازی، او طالب – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

جمهورریس، استازی، او طالب – افغان وطن

نیویارک ټایمز د فبروري پر ۱۶ لیکي د ۱۹۷۰ په کلونو کي اشرف غني، خلیلزاد، او عباس ستانکزی درې واړه په خارج کي په عالي تحصیلاتو بوخت ول،‌ خو اوس دا درې واړه د افغانستان د سولي په پروسه کي ښکېل دي.

د ۱۹۷۰ په کلونو کي، اشرف غني او خلیلزاد په بېروت کي په امریکن پوهنتون کي محصلین ول. خو عباس ستانکزی په هند کي د هیمالیا د غرونو په لمن کي په یوې معتبري نظامي اکاډمۍ کي نظامي تحصیلات کول.

په بېروت کي، اشرف غني سوسیالیزم ته متمایل ځوان محصل وو، خو خلیلزاد یو کاپیټالیسټ وو. غني د داود خان د ۱۹۷۳ له کودتا څځه دفاع کوله، خو خلیلزاد د داود خان مذمت کاوه.

د هغوی یو ملګری او همسنه اکرم فاضل وايي،«غني او خلیلزاد دوه جلا جلا شخصیتونه لرل. ډاکټر غني زیاتره پر ځان بسیاتوب باندي تمرکز کاوه. هغه مطالعه چي وو، او زیاتره یکړ او یوازي وو. په مقابل کي، ډاکټر خلیلزاد اجتماعي او د اجماع د جوړولو سړی وو. د هغه لپاره ژوند یوازي کتاب او مطالعه نه وه، بلکي خوشحالي او ساعت تیري هم وو.»

د خلیلزاد او غني تر مینځ اوسنی تشنج او د نظر اختلاف د هغوی په کرکټر پوري اړه لري، او پدې پوري تعلق لري چي د هغوی د ژوندانه سره څرنګه برخورد کوي. غني فطرتا عقیدوي شخص دئ، خو خلیلزاد د روغي جوړي، د سیاسي سازش، او د حاضر زمان سره سروکار لري.

نیویارک ټایمز لیکي اشرف غني اندېښمن دئ چي امریکا د طالبانو سره په خبرو کي هغه بای پاس کړی دئ، او ښايي په عجله فیصله وکړي. د غني او خلیلزاد تر مینځ روابط ساړه دي. غني غواړي چي د سولي مهار په لاس کي ونیسي، خو طالبان بل خیال لري، او د غني نظریات نه مني.

اشرف غني په یوه مجلس کي خلیلزاد ته ویلي ول،«دا مسله د خلیلزاد او اشرف په باره کي نه ده، بلکي دا موضوع د متحده ایالاتو او افغانستان په باره کي ده.»

خو د عباس ستانکزي د ژوندانه تغییرات تر غني او خلیلزاد څه نور هم جالب دي. کله چي ۶۰ کلن عباس ستانکزي په هند کي نظامي تحصیلات کول، په افغانستان کي د کمونزم او اخوانیت تر مینځ شخړه رامینځته سوه.

په هند کي، د عباس ستانکزي همصنفیان وايي ستانکزی چندان سیاسي نه وو. مګر هغوی وايي چي په شخصي ژوند کي مذهبي او محافظه کاره وو، او مدام په حلالو غوښو پسې ګرځېدی. په هند کي د ستانکزي امر عبدالرازق صمدي وايي،«د خپلو ملګرو په مینځ کي، عباس ستانکزی منظم او با دسپلینه وو. حتی کله چي به ئې سګریټ څکوی، یوازي او جلا به ئې څکوی.»

کله چي په ۱۹۷۹ کي، شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړ، ستانکزی زیات سیاسي سو. هغه سمدستي پاکستان ته ولاړ. ستانکزي دوه مهم مهارتونه لرل: انګلیسي او نظامي تحصیلات.

په پاکستان کي ستانکزی د سیاف ټاپ مرستیال سو. هغه به د پاکستان د نظامي استخباراتو سره د سیاف روابط سمبالول. که څه هم ستانکزی د شوروي سخت مخالف وو،‌ خو هغه یو ښاري ځوان وو. د ۱۹۸۰ په کلونو کي، کله چي ستانکزی په کوټه کي ژوند کاوه، هغه به د خپلي مېرمني سره یو ځای رستورانټ ته تی. د ستانکزي دا کار په مجاهدینو کي یو ډول پوس پوس ایجاد کړی وو. خو ستانکزي د هغوی د خبرو پروا نه کوله،‌ او د ښخو په باره کي ئې د هغوی افکار لرغوني او له موډه ولېدلي یادول.

کله چي طالبانو کابل ونیو، ستانکزی د خارجه وزرات معین سو. د هغه انګریزي یو کرت بیا د هغه په درد وخوړله، او د خارجي میډیا سره به ئې سروکار وو. د ۱۹۹۰ په کلونو کي، ستانکزی او د طالبانو یو عالي رتبه هیات امریکا ته سفر وکړ، څو د کلنټن حکومت دېته هڅوي چي طالبان په رسمیت وپېژني، خو دا ماموریت کامیابه نه سو.

په ۱۹۹۸ کي، د ستانکزي بخت څه خراب سو، او د خارجه وزارت څخه لیري کړای سو. د دې کار علت ښايي له قدرته څخه څه ناوړه استفاده وه. ستانکزی په کور کي نظر بند وو،‌ او ویل کېږي چي ملا عمر ورته په قهر وو.

خو د ځینو ملګرو په حواله، عباس ستانکزی د پاکستان په وساطت بېرته خوشي سو،‌او د صحت عامې د وزارت معین مقرره سو.

خو ښاغلی ستانکزی دا تورونه ردوي، او وايي چي د هغه تبدیلي یو معمولي خبره وه. مګر نن ورځ عباس ستانکزی د طالبانو د دفتر ریس دی، او د امریکایانو سره مخامخ خبري کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *