که څه هم د امریکا د ولسمشر ”ډونالډ ټرمپ“ د روغتیا په اړه له دې وړاندې بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي؛ خو دا ځل د هغه د زیات چاغوالي رپورټ ورکړل شوی دی.
ډاکټر “سین کونلي” چې د نوموړي رسمي ډاکټر دی، ویلي، چې د ولسمشر روغتیا ښه ده؛ خو له حده زیات چاغ دی.
بل خوا بیا ځینو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړی، چې ګواکې ټرمپ د زړه په ناروغۍ اخته شوی دی.
وړاندې د ټرمپ وزن ۱۱۰ کیلو ښودل شوی وو او اوس ویل کیږي،چې هغه د کولیسټرولو د کمولو له پاره تر ټولو قوي درمل خوري.
د نوموړي په هکله داسې ویل کیږي، چې هغه فسټ فوډ (چټک خوراک) ډېر خوري او له سګرټو او شرابو څښلو څخه هم ځان ژغوري.
تکل مبین
څرگندون