په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې ۳۰مه کلیزه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

نوميالي

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې ۳۰مه کلیزه – افغان وطن

له نن څخه دیرش کاله مخکې د ۱۳۶۷ م کال د دلوې د میاشتې په ۲۶ م تاریخ هغه ورځ وه چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه د افغانانو د بیساري قربانۍ ورکولو وروسته تیښتې ته اړ شول او د وخت یو زبرځواک شوروي اتحاد پوځونه چې د هند ګرمو اوبو ته د رسیدو په تکل یې زیات شمیر اسلامي دولتونه لاندې کړي وو خو په افغانستان کې یې ځواک په ګونډو شو او بیره وتښتیدل

د وخت زبر ځواک شوروي اتحاد په افغانستان کې له افغانانو سره مقابله وکړه او هر قسم زور او وحشت یې استعمال کړو چې له امله یې یونیم میلیون افغانان شهیدان شول او په میلیونونو نور زخمیان او په میلیونونو افغانان مهاجر شول

د شوروي اتحاد ځواکونو د خپل یرغل په دوران کې په سلګونو زره افغانان بندیان او یا تری تم کړل خو له دومره وحشتونو سره سره بیا هم ونه توانیدل چې افغانان ایل کړي

شوروي اتحاد د خپلو افغان لاسپوڅو په ملتیا په افغانانو هغه ظلمونه وکړل چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي خو بیا یې هم د افغان مجاهد ولس کلک عزم او جهادي حزبې خاموشه نه کړې او بلاخر یې زور دلته اوبه شو او په شرمنده حالت کې یې خپل لاسپوڅي هم د افغانانو رحم ته پریښودل او دوی په تیښته ولاړل

د شوروي اتحاد له افغانانو سره په جګړه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتیري ووژل شول او په لسګونو زره نور ټپیان شول او د سفر طاقت یې په افغانستان کې سفر ته راټیټ شو

د شوروي اتحاد ځواکونه افغانانو نه یوازې دا چې له افغانستان څخه په شرمنده توګه وو وشړل بلکه هغه نوم یې هم له خاورو سره ور خاورې کړو او هغه د وخت متحده شوروي اتحاد بیرته په وړه روسیه بدل شو

د شوروي اتحاد د شکست دیرشمه کلیزه نن په ټول افغانستان کې ولمانځل شوه
افغان دولت هم د شوروي اتحاد په شکست نن غونډې جوړې کړې وې

بل لور ته طالبانو هم د یادې ورځې په مناسبت یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي چې لکه څنګه چې افغانانو د شوروې اتحاد مات کړو او نن یې د شکست دیرشمه کلیزه لمانځي همداسې به یوه ورځ د امریکا او ناټو د شکست ورځې هم لمانځو

طالبانو ویلي چې امریکا دې د شوروي اتحاد له شرمنده شکست څخه عبرت واخلي او نور دې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي کنه لرې نه ده چې یوه ورځ به افغانان د امریکا د شکست ورځې هم په جګو سترګو ولمانځی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *