ګل حضرته! حضرت وَله! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

ګل حضرته! حضرت وَله! – افغان وطن

جالبه خاطره:/ خامل وردګ

له حضرت صاب سره د جهاد په مهال، د موږ #مؤذن صاحب په کوم مجلس کې خبره اړولې وه. پاته دې نه وي چې مؤذن صاحب موږ له نژدې نه، پېژندو، د حق په خوا کې یې تر حد زیات جلالي_ عمري شان درلود! د باطل را پررزول او مقابله کول یې لکه پځان چې نذر منلی و! د خپل همدې نذر د تطبیق په لار کې یې د هېچا_ که به هر څومره زورو هم و_ پروا نکوله. دا واقعیت، د هغه وخت ټول مشران مني؛ خو که یې واټساپ نمبر درسره وي تاسې ماذې له حکمتیار نه پوښتنه وکړئ، نو سخته ډېر د سترګو لیدلي حقایق او پرې تېرې شوې تجربې به درته بیان کړي!!

د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان رهبر مولوي رفیع الله مؤذن

د مجاهدینو تر منځ د هفت ګانه اتحاد په نوم چې کوم جوړښت و، د هغې لنډه کیسه_ چې دلته یې له اصلي مقصد سره د تړاو په پار یادونه ضرور ده_ داسې وه چې دې اتحاد د ۷رسمي تنظیمونو تر منځ، د قرآن او قسم په کولو سره صورت ونېو. خو بیا ترې ګیلاني، مجددي او محترم محمدنبي صاحب ووتل او د سه ګانه په نوم یې اتحاد جوړ کړ! خو مؤذن صاحب، د دې نورو مشرانو په څېر په خپل کړي قسم پاته او پدې اتحاد کې رسمآ د حرکت د تنظیم د رهبر په توګه درج شو. محمدي صاحب پرې بیخي ډېرې خوارۍ وکړي تر څو یې لدې اتحاده وباسي؛ خو ده به همدا یو ځواب ورکاوو چې یو خو مې عهد کړی او بل دا چې دا کار د مجاهدینو د تفرق سبب کیږي..!

دا نو ډېر خوندور اتحاد و! له نظامي بخش نه ماسواء یې ټول ارګانونه سره متحد ول! سم دم حکومت و! له تفرق نه د مأیوسو مجاهدینو یوازنی د امید ځای و! خو متأسفانه چې ځینو کړیو، د ځینو دین فروشو او وطن فروشو مشرانو په واسطه_ چې طبعآ یې حکمتیار په سر کې و_ وروسته له څو کلنو ونړاوو! د دې اتحاد په نړېدلو مخلص مجاهدین ډېر خوابدي ول! نو په یوه مجلس کې له مؤذن صاحب نه د مجددي یو ملګري په همدې هکله څه خاري غوندې پوښتنه کړې وه. مؤذن صاحب ورته ویلي و: …صېب! دا عام د فاتحې مجلس د داسې موضوعاتو د څېړلو ندی لطفآ! وایې لدې سره جوخت حضرت ساب هم په هغه خپل ملګري مخ ور واړاو او په هماغه نیمه پښتو ژبه یې ورته کړه: (کې ښي درته وایي دا عام مجلس کې دا خبرې ښې ندي کې چپ سه …! وایي یو څو دقیقې باد، هغه کس بیا هماغه پوښتنه وکړه! مؤذن صېب ورته بیا هماغسې وویل چې دا مجلس د داسې خبرو ندی..! خو دا وارې حضرت صېب په مؤذن صېب مخ را واړاوو چې، (کې زي تاته وایم کې دا مجلس اې ولې د دې خبرو نده…! نو مؤذن صېب چې آن له پیله یې د ګلبدین په څېر، مجددي ته هم للّه فی اللّه هسې خوشې چټي بیخي ډېره خوشکه راتله. او بیا یې د یو مخلص مجاهد په توګه پدې اتحاد هم خورا زړه شین و! او بیا مجددي پدې اتحاد کې شامل هم نه و او بیا یې دلته داسې خاري خبره هم تر غوږ ور تېره شوې وه! نو ته وا، د مؤذن صاحب د جلال او قهر ګراف به په کوم ځای ولاړ و؟!! نو یې سمدستي د غورمې یو خالي غاب د مجددي ساب په لوري ور خوشی کړ! او لدې سره یې په مجددي ساب یو غوبل جوړ او د ډېرو مومنانو زړونه پرې یخ کړل!

آمدم بر سرِ مطلب، نو د مؤذن صاحب د باډي ګارډانو له جملې نه یو دانه و (ګل حضرت) نومیدو. نوموړی ډېر قوي هیکله او مټور سړی و! ګل حضرت وایي: زه د باندې د نورو مشرانو له پهره دارانو سره ناست وم چې د خپل مشر دا ناره مې تر غوږ شوه چې: ګل حضرته! حضرت وله! اوس دې نو ګل حضرت د چا پلار تکیه کړي! د خدای فضل دا وشو چې یو چالاکه سړي یې له ټوپک نه شاجور ایستلی و؛ کنې حضرت صاب به اوس شهید حضرت صاحب وای! او خلکو به د ښیراوو پځای ورته د عاګانې کولې!

بیا ګل حضرت، او دا خبره چې (ګل حضرته حضرت وله) بیخي د متل تر کچې مشهور شول! آن تر دې چې د کابل رژیم پرې، تبلیغاتي_ تمثیلي پارچه هم جوړه کړې وه!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *