کورنیوچارو وزارت جنرال جرأت ته ضرب الاجل ټاکلی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کورنیوچارو وزارت جنرال جرأت ته ضرب الاجل ټاکلی – افغان وطن

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د غلو او غیر مسؤله وسلوالو د مخنیوي او د کابل ښار د امنیت د لاښه کیدو په خاطر یې جنرال دین محمد جرأت ته ۷۲ ساعته وخت ټاکلی چې خپلې وسلې مهمات او ورسره نامسؤله کسان زر تر زره د کابل پولیسو ته وسپاري

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له جنرال جرأت سره د وزارت داخله مربوط دوه هاموي ټانګونه، دوه عرادې رینجر، دوه عرادې تیز رفتار موټر، دوه پایې دهشکې، لس میله کلاشینکوپ، یو میل تمانچه، او څو تنه غیر مسؤل وسلوال موجود دي چې له امله یې د کابل ښار د اوسیدونکو امنیت اخلال کړی ده

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې د کورنیو چارو وزارت له ښاغلي قومندان دین محمد جرأت څخه جدي غوښتنه کوي چې خپل مهمات وسلې او نامسؤله افراد په ۷۲ ساعتونو کې د کابل پولیسو ته حواله کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *