مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

وروسته له هغې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر امرالله صالح د ولسمشر غني د نوماندي په ټیم کې مرستیال وټاکل شو د کورنیو چارو له وزارت څخه یې استعفا ورکړه

وروسته د یاد وزارت د سرپرست په ټاکنه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ترمنځ ناندرۍ پیل شوې چې تقریبا د دوو اونیو لپاره یاد وزارت بې سرپرسته پاتې وو

تازه تر لاسه شوي راپورونه وایي چې نن د کورنیو چارو وزارت ته مسعود اندرابي د سرپرست په توګه ټاکل شوی ده

یوې حکومتي سرچینې ازادي رادیو ته په دې اړه ویلي چې ښاغلی اندرابي به ډیر زر په خپله دنده پیل وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *