خلیل زاد د افغان سولې لپاره د پنځم سفر په لټه کې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

خلیل زاد د افغان سولې لپاره د پنځم سفر په لټه کې – افغان وطن

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل پنځم سفر پیل کړي

داخبره د پاکستان څخه نشریدونکې ډان ورځپاڼې کړې ده

د ورځپاڼې په حواله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد د افغان جګړې د سیاسي حل په موخه یو شمیر هیوادونو ته خپل سفر پیل کړي

د ورځپاڼې په باور خلیلزاد په پام کې لري چې دا ځل بلجیم، افغانستان، پاکستان، او قطر هیوادونو ته سفر وکړي

ځینې سرچینې وایي چې د قطر په تیره غونډه کې طالبان او امریکایي استازي د دو څارونکو ډلو په جوړیدو صلاح شوي دي چې یوه ډله به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لړۍ څاري او بله ډله به له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د خطر نه جوړیدو اړوند څارنه کوي

اوس دواړه ډلې په دې لګیا دي چې د خپلو مشرانو سره په دې اړه نظریات شریک کړي او د قطر د راتلونکې غونډې لپاره تیاری ونیسي

د قطر هیواد په تیره غونډه کې په دې دواړو خبرو موافقه شوې وه او افغان دولت یې له سختې وارخطایي او مایوسي سره مخ کړو چې له همدې امله یې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یو خفیه خط هم ولیږه او د ځواکونو د نه ایستلو غوښتنه یې کړې وه خو امریکایي چارواکو یې په دغه غوښتنه کوم غور ونکړو

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د نیویارک په نوم یوې ورځپاڼې لیکلي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغان ځواکونو په لیکو کې د سرتیرو ډلییزې تیښتې رامنځ ته شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *