د رسنیو په خوله د سولې په باب د خړې حجرې خړ طالب نظر – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د رسنیو په خوله د سولې په باب د خړې حجرې خړ طالب نظر – افغان وطن

د خړې حجرې طالب وایي:

د اسلامي امارت په سپیڅلې دریځ او قوي موقف ویاړم او له الله تعالی نه ورته د مزید توفیق او لا سپیڅلتیا غوښتنه کوم، الله جل و علی دې تل له انحراف، تنزل او موقف فروشی څخه محفوظ ولري.

د خړې حجرې طالب وایي:

د اسبابو او د دوو متضادو قطبونو؛ طالب او امریکا، او له یو بل سره د ناجوړو متقابلو پدیدو په تناظر سره مې زړه ته نه لویږي، چې دا وړۍ دې شړۍ شي؛ ځکه نفس الامر او مصداقي جوړښت یې راته محال ښکاري خو په دوه صورتونو کې دا د خلکو په لهجه سوله شونې بولم ـــ ما لا تر اوسه نوم نه دی ورباندی ایښی چې څه ورته ووایم؟ سوله که په طرفینو کې د یو طرف شکست؟ ـــ
خو هغه د شونتیا صورت یې دا دی چې یا امریکا له خپل دریځ او موقف څخه تیره شي او یا هم طالب؛ خو دا کار د طالب له پلوه ناشونی بولم په دې شرط چې طالب؛ طالب پاته شي سیاست او د حالاتو ګرداب یې له مسیره ونه باسي او د امریکا له پلوه یې شونی؛ خو ډیر مشکل او په سخته ډیرو لانجو لړلی بولم.

خو د ــ وَلَنَهْدِیَنَّهُم سُبُلَنَا ــ
په لرلید چې له اسبابو ورتیر شو او د ــ فَعَّالُ لِّمَا یُرِید ــ ذات کړو ته یې پریږدو نو متکي شم چې الله تعالی به له طالب سره مل او هغه لارې به ورته وښیي، چې د اسلامي شعایرو عزت د خپل سوچه موقف حفاظت او د ملنګ ملاصاب په پله قدم وهل ترې هیر او غلط نشي.
په همدې هیله

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *