اروزګان کې ۱۲ بهرني عسکر وژل شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

اروزګان کې ۱۲ بهرني عسکر وژل شوي – افغان وطن

د اروزګان ولایت څخه راپورونه وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې ده

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ افغان کمانډو او بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شامنصور سیمه کې ددوی د جګړې په لومړۍ کرښه سخت بمبار وکړو او وروسته یې په سیمه کې پلي ځواکونه ښکته کړل

د احمدي په وینا چې ددوی ملګرو د یو خاص تکتیک په وسیله له بمبار ځانونه خوندي وساتل او د پلي ځواکونو په ور رسیدو سره سم یې برید پرې وکړو

طالب ویاند ویلي چې په دغه برید کې یې ۱۲ تنه بهرني او ګڼ شمیر کمانډو ځواکونه وژلي

احمدي ویلي چې دغو بریدونو تر نن ماسپښین پورې دوام درلود او د جګړې په دوام کې یې د ګډو ځواکونو دوه ټانګونه هم په ماینونو الوزولي دي

او نن ماسپښین یې دښمن شاتګ ته مجبور کړو

دا په داسې حال کې ده چې د تیر یوه کال راهیسې افغان او بهرنیو ځواکونو د یاد ولایت د سقوط د مخنیوي په خاطر هلته عملیات شروع کړي دي چې وخت ناوخت له طالبانو سره په خونړیو جګړو کې ښکیل کیږي

تر اوسه افغان دولت او بهرنیو ځواکونو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *