زابل دایچوپان کې د افغان ځواکونو چورلکه ویشتل شوې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

زابل دایچوپان کې د افغان ځواکونو چورلکه ویشتل شوې – افغان وطن

د زابل ولایت څخه تازه راپورونه وایي چې ددې ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو چورلکه د طالبانو په برید کې ویشتل شوې او غورزول شوې ده

وسلوالو طالبانو ویلي چې د دایچوپان ولسوالۍ د شوی راده په سیمه کې یې د کمانډو ځواکونو هلیکوپتر ویشتلی او غورزولی ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې نن غرمه ۱۰ بجې یې یاد هلیکوپتر ویشتلی او له لویدو سره سم یې اور واخیست

د احمدي په وینا په هلیکوپتر کې ناست کمانډو عسکر ټول وژل شوي

طالب ویاند زیاته کړې چې له پېښې سمدستي وروسته د وژل شویو سرتیرو د جسدونو د انتقال لپاره سیمې ته نور هلکوپتر راغلل او سیمه لاهم د افغان ځواکونو له لوري کلابنده ده

افغان دولت او د زابل دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

دوه ورځې مخکې د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو یوه هلیکوپتره غورزیدلې وه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *