ولسمشر غني په یو ناعلان شوي سفر ننګرهار ته رسیدلی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ولسمشر غني په یو ناعلان شوي سفر ننګرهار ته رسیدلی – افغان وطن

تازه راپورونه وایي چې افغان ولسمشر اشرف غني نن په یو نااعلان شوي سفر ننګرهار ولایت ته تللی ده

ځایي سرچینې وایي چې ولسمشر د هوا له لارې نن د شینوارو ولسوالۍ ته رسیدلی ده

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر به هلته یوې قومي ولسي غونډې ته وینا هم وکړي

غونډې ته د خبریالانو په ورتګ بندیز لګیدلی او خبریالان له دې منعه شوي چې په غونډه کې د ولسمشر په وینا راپورونه جوړ کړي

تردې وړاندې د ننګرهار د شینوارو د یولسو ولسوالیو خلکو غوښتنه کړې وه چې شینواري دې ځانته ولایت جوړ شي خو معلومه نه ده چې ولسمشر به له قومي مشرانو سره په دې اړه څه پریکړه وکړي

ویل کیږي چې ولسمشر غني به په ننګرهار کې د یو شمیر نورو ولسوالیو څخه هم لیدنه وکړي

کریم بریال

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *