اجرائیه ریاست: دپښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ په پاکستان کې لاسوهنه ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

اجرائیه ریاست: دپښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ په پاکستان کې لاسوهنه ده – افغان وطن

په پاکستان کې د نقیب مسید له وژنې وروسته د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې په نوم غورځنګ پیل شو

د پاکستان حکومت وخت ناوخت ددغې ډلې مشران د لنډ وخت لپاره نیسي او خوشې کوي یې

دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په ټوټیر له دغه غورځنګ سره خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وړاندې تشدد د اندیښنې وړ ده

وروسته امرالله صالح هم د غني ملاتړ وکړو خو د پاکستان د خارجه چارو وزیر شامحمود قریشي یې په غبرګون کې وویل چې افغان ولسمشر دې په خپل هیواد کې د خپلو افغانانو غم وخوري او د نوموړي دا خبرې یې په پاکستان کې لاسونه وبلله

خو د افغانستان اجرائیه ریاست بیا د ولسمشر دغه کردار د پاکستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحمان طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلی چې P T M د پاکستان داخلي مسئله ده او افغانستان ته په داسې نازکو شرائطو کې مناسب نه ده چې د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي

د رحیمي په وینا مونږ په داخل د افغانستان کې خپله بې شمیره ستونزې لرو باید هغو ته متوجه شو

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د اجرائیه ریاست د خبرو په اړه کوم غبرګون نه ده ښودلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *