غور کې د ملي اردو په قرارګاه کې اور لګیدلی ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

غور کې د ملي اردو په قرارګاه کې اور لګیدلی ده – افغان وطن

د غور ولایت چارواکي وایي چې ددغه ولایت د هوایي میدان سره نیږدې د ملي اردو په لویه قرارګاه کې اور لګیدلی ده

چارواکي وایي چې اور تر اوسه نه مهارشوی

د غور ولایت مرستیال حبیب الله رادمنش پژواک ته ویلي چې نن غرمه ناوخته د یوې بجې شاوخوا کې د شهید جنرال محی الدین غوري د هوایي ډګر سره خوا کې د ملي اردو د قرار ګاه په یو بلاک کې د برق د شارتي له امله اور لګیدلی ده

رادمنش زیاته کړې چې د غور ولایت اطفائیه ریاست صرف یو موټر لري چې له امله یې د اور وژنې کار ټکنی شوی او له همدې امله تر اوسه اور کنترول شوی نه ده

خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې اور د امنیتي مسؤلینو د بې پرواهي په نتیجه کې رامنځ ته شوی ده

یادې سرچینې ویلي چې که دغه اور زر تر زره کنترول نشي نو د یاد بلاک په خواکې ددې قرارګاه د وسلو ډیپو به هم اور واخلي

تر اوسه په یاده اور لګیدنه کې د ځاني زیان راپورونه نه دي وکول شوي خو مالي زیان یې اړولی ده

امنیتي ځواکونه خبریالان یادې قرارګاه ته نه ور پریږدي چې سیمه له نیږدې عکاسي کړي

په دې ورستیو کې د افغان ځواکونو په قرارګاه ؤ کې د اور لګیدنې پېښې زیاتې شوي چې زیات مالي خسارات یې اړولي دي

څه موده مخکې په کابل کې هم د افغان ځواکونو په یوه غټه قرارګاه کې د نامعلومه وجوهاتو له امله اور لګیدلی وو چې د قرارګاه زیاته برخه یې سوې وه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *