د هلمند ولایت څخه راپورونه وایي چې تیره شپه ددې ولایت سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا سیمه کې افغان کمانډو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملتیا هوایي او زمیني عملیات کړي او دیرش تنو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
د سیمې اوسیدونکي وایي چې د څاروان کلا په پوزکي، خانانو، او بارکزیو په کلیو افغان او بهرنیو ځواکونو چاپه وهلې او هوایي بمبار یې کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ شپاړس تنه ښځې، ماشومان،او سپین ږیري وژل شوي او څوالس تنه نور ټپیان دي
د سیمې د اوسیدونکو په وینا په ټپیانو کې ۸ تنه زنانه او ۶ تنه ماشومان شامل دي
ګډو ځواکونو د تیرې شپې په عملیاتو کې یو مسجد او درې کورونه په بشپړه توګه له منځه وړي
دا لومړی ځل نه ده چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې انساني ناورین رامنځ ته کیږي بلکه یوه میاشت مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شپاړس تنه وژل شوي وو چې د هلمند والي یې په اړه ځان ناخبره باله
خو څو ورځې وروسته افغان ولسمشر په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سنګین په شان د ملکیانو وژل ورته د منلو نه دي
د تیرې شپې د خونړیو عملیاتو په اړه تر اوسه د هلمند دولتي چارواکو څه نه دي ویلي او نه یې هم په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په اړه کومه تبصره کړې ده
کریم بریال
څرگندون