په واشنګټن کي د خلیلزاد نوي څرګندوني – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

په واشنګټن کي د خلیلزاد نوي څرګندوني – افغان وطن

زلمای خلیل زاد ، سفیر پیشین آمریکا در عراق و افغانستان

د وال سټریټ ژورنال د فبروري پر ۸ مه لیکي خلیلزاد د جمعې په ورځ په واشنګټن کي وویل د امریکا او طالبانو په خبرو کي دوه مهم خنډونه لا پاتي دي: اول د اوربند شرایط، او دوهم د کابل حکومت سره د طالبانو خبري کول. طالبان غواړي چي امریکايي عسکر د اوربند تر مخه ووځي، خو امریکا غواړي چي د اعتماد سازي لپاره لومړی اوربند وسي. خلیلزاد وویل طالبان ګومان کوي چي اوربند به د هغوی د جنګیالیو روحیه ورکمزوري کړې. خلیلزاد دغه راز وویل طالبان باور لري چي که چیري د کابل حکومت سره خبري شروع کړي، دا به د کابل حکومت ته مشروعیت ور کړي. هغه زیاته کړه، «امریکا غواړي چي د افغانانو خپلمینځي ډایلوګ همدااوس پیل سي.»

وال سټریټ ژورنال لیکي ځیني امریکايي دپلوماتان د سرپرست حکومت نظریه وړاندي کوي. ځکه د اشرف غني حکومت د قطر او مسکو له خبرو څخه حذف سوی دئ. خلیلزاد علاوه کړه،«متحده ایالات په افغانستان کي دایمي نظامي اډې نه غواړي. موږ نه غواړو چي په داسي ځای کي پاته سو چي خلګ ئې موږ نه غواړي.»

واشنګټن ایګزامینر د فبروري پر ۸ لیکي خلیلزاد غواړي چي د طالبانو سره د سولي موافقې ته د جولای د انتخاباتو مخکي ورسېږي. خلیلزاد وايي چي تر جولای پوري زیات وخت پاتي دئ، «زه ګومان کوم چي کولای سو چي یوې موافقه ته سره ورسېږو.» هغه زیاته کړه،«که موږ د پام وړ پرمختګ وکړو، دا به د انتخاباتو په شمول پر ټولو آینده مسایلو باندي ښه اثر ولري. خو که چیري د سولي په پروسه کي بن بست واقع سو، بیا نو موږ انتخابات نور نه سو ځنډولای.»

خلیلزاد په افغانستان کي د امریکايي قواوو د حضور په باب وویل،«زموږ موجودیت او زموږ وتل به شرایطو ته مشروط وي. موږ یو مستقل او آزاد افغانستان غواړو.» هغه زیاته کړه،«موږ ته لا زیاته لاره پاتې ده. موږ تر اوسه پوري د پام وړ پرمختګ کړی دئ، خو دا زموږ په اوسني اوږده سفر کي صرف دوه یا درې واړه ګامونه دي.»

واشنګټن ټایمز د فبروري پر ۸ مه لیکي خلیلزاد وايي چي طالبان او امریکایي دپلوماتان په عمومي توګه د سولي په اړه یوې موافقې ته سره رسېدلي دي، او دواړه طرفونه امید لري چي دا موافقه به د جولای تر مخه مکمله سي. خلیلزاد د امریکا د سولي په انستیتوټ کي وویل،«د سولي پروسه یوه مستقیمه لیکه نده، او ښايي په لاره کي ځیني خنډونه رامخته سي. موږ غواړو چي د افغان جنګ پدې کال کي ختم کړو.»

د امریکا مشهور سیاسي ویب سایټ دي هیل د فبروري پر ۸ لیکي خلیلزاد وايي چي بهتره به دا وي چي د جمهوري ریاست تر انتخاباتو مخکي د سولي موافقه لاسلیک سي،«خو که چیري د سولي په اړه پرمختګ و نه سي، انتخابات به وسي. او موږ به د یو با اعتباره انتخاباتو په چمتو کولو کي مرسته وکړو.»

خلیلزاد د اوسني افغانستان په باب وویل،«زه پوهېږم چي د نن ورځي افغانستان د ۱۹ کاله پخوا افغانستان سره زیات تفاوت لري. اوسنی افغانستان یو بل ملک دئ. د طالبانو لپاره به څه وخت پکار وي چي دا تغییرات ومني. خو پدې ملاقاتونو کي طالبان ما ته وايي چي هغوی پوهېږي چي په څټ نه سي تللای.»

خیلزاد وویل، زه خپل ځان د یو «کاتالیسټ» په شان ګورم، او کوښښ کوم چي داسي شرایط اماده سي چي افغانان خپله سره جرګه سي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *