داخله وزارت: له زورواکو سره به جدي چلند وکړو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

داخله وزارت: له زورواکو سره به جدي چلند وکړو – افغان وطن

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هیواد په هر ګوټ کې به د ناقانونه وسلوالو او زورواکانو پروړاندې اقدام کوي او قانوني چلند به ورسره وکړي

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې افغان پولیس به په هرځای کې د زور واکانو او خپل سرو وسلوالو پر وړاندې اقدام وکړي او پرې به نږدي چې هیڅ زور واکی د هیوادوالو امنیت ته خطر جوړ کړي یا عامه نظم خراب کړي

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت له خلکو هم غوښتنه کړې چې له پولیسو سره د جنایت کونکو په پیژندګلوي کې مرسته وکړي

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د افغان دولت له لوري د لسګونو جنګي مجرمینو، د قانون ماتونکو او نامسؤله وسلوالو د نومونو لیست خپور کړی وو او له نومول شویو کسانو یې غوښتي وو چې زر تر زره پولیسو ته ځانونه حواله کړي خو تر دې دمه د کوم زورواکي او جنایتکار د نیولو یا محاکمه کیدو خبر نه ده ورکول شوی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *