د هرات ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت په جنوب کې هغه ۲۵۰ کورنۍ چې د نا امنیو له امله یې خپل کورونه پرې ایښي او بیځایه شوي دي ژوند یې له سختو کړاونو ډک تیریږي
د یادو بیځایه شویو کورنیو مالکانو ویلي چې سختو یخنیو او د سرپناه نشوالي یې ګڼ شمیر ماشومان ووژل خو دولت یې د ژوند ژغورنې لپاره هیڅ اقدام نکوي
د یادو کورنیو افرادو ویلي چې په سخت یخ او بارانونو کې یې بې سرپناه زندګي تیریږي چې له امله یې ماشومان مړه شوي دي
بیځایه شوې کورنۍ د زیاتې بیچارۍ او بې وزلۍ له امله اوس دې ته اړ شوي چې د خپلو کورنیو د غړو او ماشومانو بډوګو (پشتورګي) وپلوري او خپل ژوند له مرګه بچ کړي
دوی له دولت څخه شکایت کوي چې په میلینونو ډالر د بیوزله خلکو سره د مرستو په نوم راټولوي او خپلو بنکونو کې یې جمعه کوي خو د اړو کورنیو زندګي د مرګ سره په لوبو کې تیریږي ، مونږ دلته سرپناه نلرو او د بوجیو څخه مو خیمې جوړې کړي چې نه د باد مخنیوی کوي او نه د واورې او باران مخنیوی کوي، له همدې امله اوس مونږ د خپلو کورنیو د افرادو او ماشومانو د ګردو پلورل پیل کړي دي
تر دې وړاندې د هیواد پلازمینه کابل کې هم له هلمند او کندهار څخه بیځایه شویو کورنیو له دولت څخه شکایت کړی وو چې د واورو او یخني په موسم کې خوراکي او د سون توکو ته لاس رسی نلري او دولت یې غم نکوي
کریم بریال
څرگندون