تر څلورو ورځو بندیدو وروسته نن د سالنګ لار خلاصه شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

تر څلورو ورځو بندیدو وروسته نن د سالنګ لار خلاصه شوه – افغان وطن

د سالنګ د ساتنې ادارې ویلي چې نن سهار یې د سالنګ لاره د موټرو پر مخ خلاصه کړې ده

یاده لاره د تیرو څلورو ورځو راهیسې د زیاتو واورو او تیز باد له امله دمسافرو پر مخ تړل شوي وه

سږ کال د زیاتو واورو وریدو له امله شپږ وارې د سالنګونو لار د موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د افغانستان شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره تړي او هر کال د ژمي په موسم کې د واورې وریدو له امله وخت ناوخت تړل کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *