د کندهار ولایتي شورا او قومي مشرانو د نوي والي ټاکل کیدو مخالفت کړی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د کندهار ولایتي شورا او قومي مشرانو د نوي والي ټاکل کیدو مخالفت کړی – افغان وطن

په کندهار کې د ولایتي شورا غړو او یو شمیر قومي مشرانو دغه ولایت ته د نوي والي حیات الله حیات له ټاکل کیدو سره مخالفت کړی ده

د کندهار ولایتي شورا غړي او سپین ږیري د دغه ولایت لپاره د نوي والي تر ټاکل کیدو وړاندې د کندهار د وژل شوي امنیه قومندان جنرال رازق د وژنې دوسیه څیړل غواړي

یادو مشرانو ویلي چې لومړی باید د جنرال رازق قاتلین معلوم شي او جزا ورکړل شي وروسته بیا د کندهار د خلکو په مشوره دغه ولایت ته والي وټاکل شي

په دې اړه د کندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال ویلي کندهار ولایت د جنرال رازق په مرګ ډیر زوریدلی ده نو که کوم والي ورته ټاکل کیږي باید له ولسونو سره په مشوره وټاکل شي

نوموړي وویل دوی تر هغه هیڅ یو والي هم نه غواړي تر څو چې د کندهار له ولس سره مشوره ونشي

خاکریزوال زیاته کړې چې تر څو د جنرال رازق د مرګ دوسیه ټوله ونه څیړل شي او مجرمین یې محاکمه نشي تر هغو هیڅ والي نه غواړو

د کندهار لپاره د ننګرهار پخوانی والي حیات الله حیات څو ورځې مخکې ټاکل شوی خو تر اوسه دغه ولایت ته په رسمي توګه نه ده ور پیژندل شوی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *