د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د افغان ولسمشر اشرف غني ورستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی
افغان ولسمشر اشرف غني نن په خپله ټویټر پاڼه د پاکستان پښتون ژغورنې غورځنګ سره خواخوږي ښودلې وه
نوموړي ویلي وو چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پي ټي ایم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وړاندې د پاکستان د امنیتي ادارو تشدد د اندیښنې وړ ده
د افغان ولسمشر د وینا په غبرګون کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وزیر شامحمود قریشي ویلي چې افغان ولسمشر دې د پاکستاني ولس پر ځای د خپلو افغانانو ستونزو ته توجه وکړي او د نوموړي خبرې یې د پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې
د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د نقیب مسید له وژل کیدو وروسته راپورته شو او د پښتنو د حقوقو تر لاسه کولو لپاره یې مبارزه پیل کړه چې وخت ناوخت یې د پاکستان د امنیتي ادارو له لورې غړي نیول کیږي
کریم بریال
څرگندون