افغانستان په غربي مطبوعاتو کي. ګلچین – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

افغانستان په غربي مطبوعاتو کي. ګلچین – افغان وطن

ښاغلی برهان عثمان د فبروري پر ۷ مه په نیویاک ټایمز کي لیکي طالبان القاعده او داعش د خپلي داعیې لپاره یو جدي خطر ګڼي. لیکوال وايي کلونه کلونه کېږي چي افغان او امریکايي چارواکي وايي چي په افغانستان کي تر شلو زیاتي تروریستي ډلي فعالیت کوي. اشرف غني ادعا کوي چي افغانستان د تروریزم پر ضد د مجادلې «په لومړی صف کي» لاړ دئ. د هغوی دا څرګندوني د افغان جنګ یو انارشي ښيي. خو واقعیت دا دئ چي د افغان جنګ دوه اړخېزه دئ.

د افغان جنګ تر سوریې، عراق، او یمن ساده ده، ځکه تقریبا په هره جبهه کي طالبان او د کابل حکومت عسکر سره جنګېږي. په افغانستان کي القاعده او نور خارجي جنګیالي کمرنګه او کمزوري دي. د القاعدې زیاتره جنګیالي منیځني خیتځ‌ ته کوچ کړی دئ. کله چي داعش په شرقي افغانستان کي راڅرګند سو، طالبانو او امریکایانو د هغوی پر خلاف پراخ عملیات وکړل. د داعش زیاتره ډلي پاکستانیان دي. لنډه دا چي د افغانستان په جنګ کي طالبانو خپل انحصار ټینګ کړی دئ. د اختر درې ورځنی اوربند د دې ادعا یو ښه ثبوت دئ.

لیکوال کاږي ما خپله ولیدل چي طالبان د دې قابلیت لري چي په افغانستان کي د داعش پر ضد عملیات وکړي، ځکه هغوی داعش خپل حریفان ګڼي. طالبان اصلا یوه ملي ګرا او سنت ګرا ډله ده. ما د طالب جنګیالیو سره زیاتي مرکې کړي دي، ما دا درک کړی دي چي هغوی د القاعدې له عقیدي سره موافق نه دي.

که چیري طالبان د افغانستان په سیاسي نظام کي ادغام سي، هغوی به د نظام په ساتلو کي خپله ګټه وویني. دغه راز په حکومت کي د طالبانو شمولیت به په غرب کي د افراطي ډلو د حملو مخینوی هم وکړي.

د برتانیې مترقي چپ اخبار ګارډین د فبروري پر ۶ مه پخپله سرمقاله کي لیکي په افغانستان کي د امریکا اوږد جنګ مخ پر ختمېدو دئ. جمهورریس ټرمپ پخپله کلنۍ وینا کي وویل،«د سولي د آزمویلو وخت رارسېدلی دئ.» البته ټرمپ د امریکایانو تلفات یاد کړل، خو د افغانانو د جګو تلفاتو په باب يې هیڅ و نه ویل. او نه ئې هم د افغانانو نور کړاوونه یاد کړل. د افغانستان نیم نفوس تر ۲۰۰۱ راوروسته زېږېدلي دي. بلخوا، ۴۰ کاله کېږي چي پلرونه ئې په جنګ کي ژوند کوي. د افغانستان د سولي په عملیه کي یوه اندېښنه دا ده چي امریکا به په عجله او بې احتیاطۍ ووځي. بله اندېښنه د سولي په پروسه کي افغان مېرمنو نه شتون دئ. د ګارډین سر مقاله علاوه کوي تاریخ دا ښودلې ده چي د سولي په پروسه باید ښځي بارزه ونډه ولري. د سولي په پروسه کي د ښځو ګډون به د افغانستان په خیر وي.

بل پلو، د ګارډین مشهوره خبریاله یما ګراهام-هاریسن د فبروري پر ۷ لیکي د افغانستان د سولي لپاره ۲۰۱۹ ښې او واقعي هیلې راوړې. طالبان او افغان سیاستوال په مسکو کي سره جرګه سول. که څه هم ښکېلو افغانانو څو ځله د سولي لپاره هلي ځلي کړي دي، خو د مسکو مجلس لومړی ځل مختلف ګروپونه سره یو ځای کړل. د مسکو په مجلس کي د کابل حکومت نه وو، ځکه طالبان ئې یو مزدور رژیم ګڼي. د مسکو په غونډه کي د ځوانانو نه شتون هم د یادول وړ دئ، ځکه د مسکو د غونډي مطلق اکثریت ګډون وال مسن خلګ ول.‌ جمهورریس ټرمپ په ډاګه وايي چي غواړي ژر تر ژره د افغان جنګ ختم کړي. البته امریکا د دې آپشن لري چي افغانستان خوشي کړي، خو افغانان دا آپشن نه لري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *