د جمهور ریس ټرمپ کلنۍ وینا او افغانستان – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د جمهور ریس ټرمپ کلنۍ وینا او افغانستان – افغان وطن

«تقریبا ۱۹ کاله کېږي چي زموږ زړور عسکر په مینځني ختیځ کي جنګېږي. په افغانستان او عراق کي قریب ۷۰۰۰ امریکايي عسکر وژل سوي دي، او څه د پاسه ۵۲ زره امریکايي عسکر پکښې ټپي سوي دي.

موږ په مینځني خیتځ کي څه د پاسه ۷ ټریلیونه ډالره مصرف کړي دي. کله چي زه د جمهوري ریاست لپاره کاندید وم، ما په ډاګه د یوه نوی اپروچ او لاري ژمنه وکړه. ځکه ستر طاقتونه بې پایانه او بې انجامه جنګونه نه کوي.

موږ په سوریې او عراق کي له قاتلو داعشانو څخه قریب ټولي سیمي بېرته ونیولې، او اوس موږ د خپلو ملګرو سره په ګډه لګیا یو چي د داعش پاتي شوني هم تباه کړو. آلان د دې وخت رارسېدلی دئ چي خپل عسکر له سوریې څخه راوباسو،‌ او د یوه تود هرکلی سره ئې خپلو کورونه ته راستانه کړو.

ما په افغانستان کي د یوې سیاسي مصالحې لپاره مذاکرات تسریع کړي دي. زموږ مخالفان هم پدې مذاکراتو ډېر خوشحاله دي. زموږ عسکر په بې سابقه شجاعت جنګېدلي دي، او د هغوی همدا زړورتیا موږ ته د دې فرصت راکړی دئ چي د افغان د اوږده او خونړي جنګ لپاره یو سیاسي حل پیدا کاندو.

په افغانستان کي زما حکومت د طالبانو په شمول د څو افغان ډلو سره په رغنده مذاکراتو لګیا دئ. کله چي موږ پدې مذاکرات کي پرمختګ تر لاسه کړو، موږ به پدې وتوانېږو چي هلته د خپلو عسکرو حضور راکم کړو، او یوازي د تروریزم پر ضد مبارزې باندي تمرکز وکړو. موږ به واقعا د تروزیزم پر خلاف جګړې باندي تمرکز وکړو.

موږ لا پدې نه پوهېږو چي موږ به یوه موافقه تر لاسه کړو او کنه، مګر موږ پدې ښه پوهېږو چي وروسته له شلو کالو جنګ څخه فعلا د دې وخت رارسېدلی دئ چي باید سوله و آزمویو. واقعیت دا دئ چي ها بله خوا هم غواړي چي همدا کار وکړي. د سولي وخت رارسېدلی دئ.

زموږ دوست او دوښمن باید هیڅکله پدې کي شک و نه کړي چي موږ هر وخت د خپلو خلګو د دفاع لپاره چمتو یو.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *