مسکو او امریکايي مطبوعات – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

مسکو او امریکايي مطبوعات – افغان وطن

واشنګټن پوسټ د فبروري پر ۵ لیکي چي د مسکو مجلس د افغانستان د سولي لړزانه پروسه له متحده ایالاتو څخه روسیې ته انتقال کړه. اخبار کاږي چي مسکو غواړي په سیمه کي خپل پخوانی نقش بیا اعاده کړي، او د افغان د سولي عملیې ته جهت ور کړي. دا مجلس د کرملین لپاره یوه بله کامیابي ده. پدې برخه کي عطا نور وايي،«د روسیې پروسه به د خلیلزاد لاس لا قوي کړي، او دا ډیر ضروري او ګټوره ده چي دا مجلس دلته دایر سو.»

د مسکو په مجلس کي د طالبانو مشر استازي عباس ستانکزي وویل چي ښځي به د کار،‌ تعلیم، مالکیت، او د خپل ژوند د ملګري د انتخاب حق ولري.«اسلامي امارت دېته متعهد دئ چي ټول هغه شریر دودونه محوه کړي چي د ښځو حقوقو تلفوي، او د اسلام له اساساتو سره په ټکر کړي دي.»

واشنګټن پوسټ لیکي د مسکو غونډي اشرف غني خښمولی دئ، ځکه دا مجلس به د هغه سیاسي بېس لا ور کوچنی او کښېکاږي. هغه وايي، «د یوې ملي او سر تا سري اجماع پرته، د طالبانو سره د سولي معامله عملي کېدلای نه سي.»

نیویارک ټایمز د فبروري پر ۴ مه لیکي د مسکو غونډي داسي افغانان پر یوه مېزه سره کښېنول چي یو وخت ئې پر یو بل ډزي کولې. په عین زمان کي، پدې مجلس کي یو څوک چي په څرګنده توګه غایب وو،‌ هغه د اشرف غني حکومت وو.

اخبار لیکي غني په سخت موقعیت کي قرار لري، ځکه نه یوازي د امریکایانو سره په ټکر کي واقع سوی دئ، بلکي د افغان سیاستوالو سره هم ښکر په ښکر سوی دئ، ځکه اکثره افغانان د سولي له پروسې څخه ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز لیکي عباس ستانکزي پخپله وینا کي وویل چي طالبان د قدرت انحصارول نه غواړي، او «د افغانانو په مشوره یو اسلامي حکومت» غواړي.

فوزیه کوفي وايي دا د طالبانو په هغې وعدې باندي ډېره خوشحاله ده چي وايي طالبان به د افغان ښخو حقوقو ته احترام کوي، او ښځي به اجازه ولري چي حتی د صدراعظمۍ مقام تر لاسه کړي — خو نه د جمهوري ریاست.

اسوشیټیډ پریس د فبروري پر ۶ لیکي اشرف غني د مایک پامپیو سره ټیلفوني خبري کړي دي، ځکه ټرمپ په خپله کلنۍ وینا کي وویل«موږ د طالبانو سره په رغنده خبرو» لګیا یو. پدې ټیلفوني مکالمې کي د غني‌ هدف دا وو چي د سولي په مذاکراتو کي د کابل حکومت نقش بارز کاندي. غني په خپل تویټ کي ویلي دي چي پامپیو د سولي په خبرو کي د افغان حکومت پر مرکزیت او محوریت باندي پوهېږي.«دواړي خواوو پر دې باندي موافقه وکړه چي اوازې او افواهات د عمل ځای نه سي نیولای، او د سولي لپاره زموږ ملګرتیا او اراده ټینګه او قوي ده.»

یو پي اې د فبروري پر ۶ لیکي د مسکو د غونډي افغان ګډون کونکي وايي چي خبري «ګټوري» دي. عباس ستانکزی وايي،«سوله تر جنګ سخته ده.» هغه وايي چي ښخي به د مکتب، کار، او په پوهنتونو کي د درس ویلو حق ولري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *