طالبان، د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

طالبان، د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې – افغان وطن

لیکوال؛ خامل وردګ

_______________________

د ابوظبۍ او قطر په ناستو کې امریکا یي لوري، طالبانو ته په ډېر الحاح سره روښانه کړه چې تاسې باید له کابل ادارې سره مخامخ هم مذاکرات ولرئ! دا، او د طالبانو هره غوښتنه تر کابل حکومت پورې مربوطول، د ما په نظر هغه څه و چې د ډېرو امیدونو سره سره بیا هم د قطر مذاکرات یوې نهایي پایلې ته ونه رسېدل!

د مسکو د اوسنۍ ناستې سره هم مهال، د روسیې خارجه وزیر ویلي:( هېواد یې د بین الافغاني حل په لټه کې دی! او له افغان حکومت سره د طالبانو مذاکرات حتمي دي، لدې نه هېڅوک تېښته کوی نشي! څومره چې زر وي دې کار ته باید زمینه برابره شي. نوموړي یوازې افغانان د ستونزې اصلي لوري یاد کړي)
همدا راز د ازبکستان خارجه وزیر هم، د افغانستان لپاره د ملل متحد د استاځي(یاماموتو) سره په خبرو کې،بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینه سازۍ ټټر ډبولی) ټرمپ هم خپل ولس ته په وینا کې ویلي چې مذاکراتي عمل یې تېز کړی او هرو مرو به یوې نتیجې ته رسیږي! همدا راز، په پرونۍ ناسته کې د بین الافغاني ناستو او د یو لړ نورو اړونده مسائلو په هکله، د امارت د مرکچي پستې خبرې او تمایل وزمه رویه او لهجه، د دې حقیقت غمازي کوي چې کېدیشي امارت د خپلو علیا مصالحو په نظرداشت، د خپل سوله خوښي مزاج له مخې او د سیاسي لرلید او لزوم دید په اساس، د ځینې حقایقو په درک کولو له خپل پخواني دریځه تېر او په آینده کې له کابل ادارې سره هم ناستې ولري!

د سیاست په غیر ثابت مارکېټ کې داسې تنزلات؛ چې خپل اساسي ارزښتونه دې خوندي وي هېڅ د شرم او پېغور خبره نده! په سیاست کې به هله یو څه تر لاسه کوې چې له یو څه نه تېر شې!

نو دې پورته حقایقو ته په کتو، زه خپله دې نتیجې ته رسېدلی یم او دا وړاندوینه کوم چې دا د مسکو ناسته په آینده کې د بین الافغاني_رسمي مذاکراتو لپاره یو تمهید و! د قطر له ناستې وروسته کېدی شي طالب تصمیم نیونکیو پتېیلې وي چې دې کار ته به تدریجآ غاړه ږدي؛ نو په همدې اساس د مسکو غونډې نیمه حکومتي ترکیب او د د اخلي مخالف لوري په وړاندې د طالب مرکچي نرم کاریدلي لحن ته په پام، زه باور لرم چې دا ناسته به په نږدې راتلونکې کې، د امارت لپاره بین الافغاني مذاکراتو ته د ننوتو لپاره د دهلېز حیثیت ولري.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *