مسکو: د طالبانو او افغاني سیاسي شخصیتونو تر منځ غونډه پیلیدونکې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

مسکو: د طالبانو او افغاني سیاسي شخصیتونو تر منځ غونډه پیلیدونکې ده – افغان وطن

د روسيې هیواد په پلازمینه مسکو کې طالبان او ددوی سرسخته مخالفین په یو ځای سره جرګه شوي

دواړه لوري په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړو او د خپل منځي مخالفتونو په له منځه وړلو خبرې اترې کوي

افغانان ټول د سولې لپاره سترګې په لار دي او د داسې غونډو د پرمختګ لپاره شیبې شماري

دا غونډه د امریکا له راتګ او جګړو ۱۸ کاله وروسته د افغانانو ترمنځ پیل شوه

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې طالبان خپلو مخالفینو ته د راتلونکي افغانستان په اړه خپله تګلاره روښانه کړي

افغان دولت ددې بین الافغاني غونډې کلک مخالفت کړی ده او ویلي یې دي چې داسې غونډې ورته د منلو وړ نه دی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *