ولې اشرف غني د ۴۵۰۰۰ سرتیرو د مرګ په قیصه کې نه ده؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

ولې اشرف غني د ۴۵۰۰۰ سرتیرو د مرګ په قیصه کې نه ده؟ – افغان وطن

لیکوال : بدرځلاند

څو ورځې مخکې د ملي وحدت حکومت مشر اشرف غني د داووس په غونډه کې وویل چې دده د حکومت په دوران کې ۴۵۰۰۰ افغان سرتیري وژل شوي

ولسمشر د زخمي سرتیرو شمیره هم یاده نکړه چې څو ته رسیږي او نه د خپل حکومت په دوران کې د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر ورته معلوم وو

افغان ولسمشر د وژل شویو سرتیرو شمیره په عاجزانه او ګیلمن انداز کې یاده کړه

ولسمشر د ۴۵۰۰۰ زره سرتیرو د مرګ ژوبلې شمیره په داسې انداز نړیوالو ته وښوده چې دده مطلب د افغان سرتیرو بیساري تلفات نه وو بلکه امریکا ته یې د قناعت لپاره یادونه کوله چې د امریکایانو د حفاظت په خاطر یې دغه سرتیري په څلورو کلونو کې قربان کړي او حال دا چې دده په خبره په دغه موده کې د امریکایي ځواکونو تلفات صرف ۷۱ تنو ته رسیږي نو بیا ولې امریکا اوس هم له ده څخه ناراضه ده او دده له مشورې بیغیر له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي

نه پوهیږو چې اشرف غني د کوم پرمختګ لپاره دومره سرتیري قرباني کړل؟

که خبره د امنیت وي نو خو ټول ولس له بمباریو او وژنو تر پوزې رسیدلی ده
او که خبره د پرمختګ وي نو ددې ۴۵۰۰۰ سرتیرو پر وژنه یې کوم پرمختګ هیواد ته ورکړی ده هیواد مو د نړۍ د فاسدو هیوادونو په دوهم قطار کې ده فساد، غلا، وژنې، بې ناموسي، د قومونو او نژادونو ترمنځ اختلافات، د داعش راوستل ،د ایران د فاطمیون لنډغرو د هیوادوالو په ژوند او ناموس ملنډې وهل او داسې لسګونه نور مشکلات د همدې اشرف غني په اداره کې رامنځ ته شول

بل لور ته د امریکا جمهور رئیس کلک هوډ کړی ده چې نور د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله څه بلکه د خپل دولت ډالر هم نشي زغملی چې د غني په فاسده او بیواکه احرنجمَ دولت یې مصرف کړي

ټرمپ ته د څلورو کلونو په موده کې د خپلو ۷۱ تنو سرتیرو وژل کیدل د زغم نه دي خو افغان ولسمشر د ۴۵۰۰۰ افغاني میندو د بچیانو په قیصه کې هم نه ده او هیڅ احساس نکوي او لا هم په جرأت سره وایي چې باید بهرنیان وونه وځي مونږ یې حفاظت کوو

افغان ولسمشر ته د سرتیرو قتل عام او د ولسونو په زرګونه مرګونو سربیره بیا هم سوله کول د منلو وړ نه ښکاري

دا خو لاڅه آن امریکایي ولسمشر ته یې خط هم لیګلی چې ګوره مونږ ستاسو د ځواکونو پرځای قرباني ته تیار یو خو ته ځواکونه مه باسه او په افغان ولس خپلو بمباریو او وحشي چاپو ته زور ورکړه طالبان دې افغان ځواکونه بې دریغه وژني خو چې تاسو بچ وۍ

که څه هم د امریکا سرټمبه ولسمشر به د غني لیک ته کوم احترام ونلري خو بیا هم نوموړي خپل اخلاص ښکاره کړی او د غلامي اخري انداز ټټر یې ورته ډبولی ده

ولسمشر غني په خپلو سرتیرو هیڅ رحم نلري او نه یې په روزانه مرګونو زړه سوزي خو بل لور ته طالبان بیا اګر که افغان اداره خپل دښمنان بولي خو بیا هم د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې غم ورسره ده

طالبانو په وار وار ددولت سرتیرو ته اعلان کړی چې په خپلو ځانونو او خپلو بچیانو رحم وکړئ او د پردیو د حفاظت لپاره خپلې کورنۍ د غم په ټغر مه کینوۍ

طالبانو دا په عمل کې هم ښودلې او په سلګونو هغه عسکر چې د جګړې په ډګر کې یې ژوندي نیولي د انساني او افغاني ترحم له امله یې بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي اګر که په شریعت کې ددوی وژل ورته کوم جرم هم نه وو

همداراز په دې ورستیو کې طالبانو د افغان دولت ادارې ټولو کارکونکو ته اعلان وکړو چې که سوله وشي او بهرني ځواکونه ووځي د دولت ټولو کارکونکو ته به عفوه وکړي

طالبانو په داسې مهال د افغان دولت ادارې ته د عفوې اعلان کړی چې همدا دولت کله په ۲۰۰۱ کال کې په واک کې راغلو نو د طالب لپاره یې یواځې مرګ او ګونتنامو زندان انتخاب کړي وو خو طالبان بیا هم دومره ترحم لري چې د افغان دولت د ادارې له هیڅ کارکونکي هم د غچ اخیستنې اراده نلري

خو بل لور ته د همدې دولت رئیس جمهور بیا د خپلو ۴۵۰۰۰سرتیرو او په لسګونو زره ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په قیصه کې هم نده او لاهم غواړي چې همدا حالت دوام وکړي خو چې دده چوکۍ ته خیر وي

افغان ولسمشر او دده بانډ په داسې مهال د خپلو سرتیرو او ولسي خلکو په مرګ ژوبله سترګې پټوي چې ددوی اولادونه په اروپا کې په بنګلو کې ارام ژوند کوي او عشقونه وهي او د چاپو او بمبارونو له وحشت څخه بلکل ناخبره ژوند تیروي

خو لا هم ځینې ړانده او له عقله خلاص خلک طالبان د افغانانو دښمنان معرفي کوي او د ولس په سترګو کې خاورې شیندي خو بیغوره او ویده اشرف غني چې د لسګونو زره سرتیرو او ولسي وګړو د مرګ مسؤل ده د افغانانو خواخوږی بولي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *