له ګوتو د ټکونو اېستلو زيانونه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

له ګوتو د ټکونو اېستلو زيانونه – افغان وطن

ډیری خلک ګورو، چې زیاتره وخت له خپلو ګوتو څخه ټکونه وباسي او د ځینو لپاره دا کار بیا په یوه ساعتیرۍ هم بدل شوی دی.

ارواپوهان په دې باوري دي، چې هغه کسان ، چې زیاتره وخت له ګوټو څخه ټکونه وباسي، کیدلی شي، چې دوی له رواني ستونزو ځينې کړیږي.

البته که موږ له روانې ستونزو څخه ور تیر شو؛ نو دا ویل کیږي، چې په اوږدمهاله توګه دغه کار تر سره کول د ګوتو لپاره زیانمنونکي ثابت کیدای شي.

پوهانو په دې اړوند څيړنې کړې او دا یې موندلي دي، چې کله یو څوک له ګوتو څخه ټکونه باسي؛ نو ” سینووال” په نوم مایع، چې د ګوتو د کوچنيو بندونو ترمنځ دی او د هډوکو د اسانه حرکت لپاره دی په کې خاليګاه را منځته کیږي.

دوی وایې، چې کله موږ له ګوتو څخه ټکونه باسو؛ نو د اېستلو په وخت کې مفاصل په خپلو کې سره لرې کېږي، چې بیا د دغه خاليګاه د ډکولو لپاره نور اضافي مايع وجود نه لري.

د دوی په خبره، چې کله نور مایع وجود نه لري؛ نو د همدې سينوويال مايع تر منځ يوتش ځای Cavitation منځ ته راشي، چې ځای یې همدا د ټک غږ نیسي او کېدلی شي، د اوږد مهال لپاره د ګوتو څخه د ټکونو اېستل زیانمن ثابت شي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *